لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقصه خوانۍ ځانمرگي بريد کې دمړو شمير 8ؤ ته رسيدلى


دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دشورو په ورځ ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې ديوپوليس افسر پشمول 8 کسان وژل شوي او د30ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
بريد کې دوژل شوي ايس پي انوسټي گيشن او دوؤ نورو عسکرو دجنازې نمونځ دپيښور پوليس لائنز کې ادا کړل شوى.
بريد کې دايس پي گاډى په مکمله توگه تباه شوى او نورو څلورو گاډو ته هم زيان رسيدلى.
دپيښور داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دپيښې پځايې ميډيا سره دخبرو په مهال دترسره شوي ځانمرگي بريد غندنه کړې او وئيلي يې دي چې ترهه گر دپوليسو، استخباراتي ادارو دچارواکو پشمول اولسي وگړي هم په نخښه کوي.
هغه وويل زمونږ حوصلې لوړې دي او دهر شان حالاتو مقابلې لپاره تيار يو.
دپيښې پځايې کې ميډيا سره دخبرو په مهال دخيبرپښتونخوا سينئر وزير بشير احمد بلور وويل په دغسې بريدونو کولو سره ترهه گر دمحرم الحرام څخه وړاندې خلکو کې ويره ترهه راولاړول غواړي ، خو زمونږ حوصلې لوړېدي.
دپوليسو ترمخه دپلټنيزې څانگې سره تعلق لرونکى اسسټنټ سپرنټډنټ پوليس( اى ايس پي) هلال حيدر دخپل کور څخه دفتر ته روان ؤ، کله چې هغه دپيښور دقصه خوانۍ بازار خان رازق تاڼې ته نزدې شو نو يو پيدل ځانمرگي هغه ته نزدې شو او په ځان پسي دتړلو بارودو له لارې يې چاؤدنه وکړه.
پوليس چارواکي وائي دغه ځانمرگي بريد کې دايس پي هلال حيدر خان، دهغه دډرائيور او يو بل ساتونکي پشمول 6 کسان وژل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي چې په هغوي کې دځينو حالت سخت ښودل کيږي او له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
ايس پي سټي اصف اقبال دپيښې په ځايې کې ميډيا سره دخبرو په مهال وويل يو ځانمرگي داى ايس پي هلال حيدر گاډى په نخښه کړى او زياته يې کړه چې چاؤدنه کې دشپږو څخه تر اوؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي وؤ.
دخان رازق تاڼې سره نزدې امدادي کارکوونکي او امنيتي چارواکي رسيدلي او ژوبل کسان يې نزدې ليډي ريډنگ روغتون ته رسولي.
ددغه روغتون ديو وياند ترمخه تر دې مهاله هسپتال ته 36 ژوبل کسان ورسول شول چې پکې دشپږو کسانو حالت سخت دى.
ددغه بريد ذمه واري دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان په غاړه اخستې او تور يې لگولى ؤ چې وژل شوي اى ايس پي به دپلټنو په مهال طالب جنگيالو ته سزا ورکوله.
بل لوري ته دقبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ دصدر بازار دميرعجب چوک سره نزدې يوه چاؤدنه کې يو تن وژل شوى او14 نور ژوبل شوي، چاؤدنه کې دليويز يو گاډى هم تباه شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG