لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې په یرغل پاکستان د ترکي ملگری ولې دی؟


په شام کې په کرد ځواکونو د ترکي په حملو د ملگرو ملتونو، امریکا، ناټو او د عرب ليگ نړیوالو مشرانو ناخوښي ښکاره کړې خو د اسلامي هیوادونو تر منځه په شخړو کې تل بې طرفه پاتې شوي پاکستان په دې مسله کې غیر معمولي طرفداري کړېده.

دپاکستان د سرکاري مطبوعاتو تر مخه وزير اعظم عمران خان په ټلیفون صدر طيب اردوان ته ويلي دي چې پاکستان د ترکي ملگری دی او ورسره ولاړ دی.

په داسې کې چې نوره نړۍ د ترکي په شام کې حملې غندنې کوي نو پاکستان ولې د ترکي ملاتړ کوي؟

ددې تپوس په ځواب کې څیړونکي وايي پاکستان د کشمیر په شخړه کې د داسې ملگرو په لټون دی چې د نړۍ په کچه یې غږ ته غوږ نیول کیدی شي.

په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفير حسین حقاني وي او ای ډیوه ته په یوه ځانگړې مرکه کې اوویل پاکستان په اصل کې د هند په ضد د ملگرو په لټون دی او ترکي د پاکستان څه لږ ډېر ملاتړ کړی دی:

"بله دا چې په پاکستان کې د ترکي له لوري څه سرمایه کاري هم روانه ده نو مفادات په اصولو غالبه شوي"

حسین حقاني ويلي پاکستان د ترکي ملاتړ ځکه کوي چې د هند په ضد ځانله ملگري پیدا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

پاکستان د اسلامي هیوادونو تر منځه د شخړو په سر خپله تگ لاره تل بې طرفه ښايي. ورستی مثال یې د ایران او سعودي تر منځه د شخړې په وخت د پاکستان بې طرفه پاتې کیدل دي.

که څه هم د پاکستان د سعودي عربستان سره نزدې پوځي او اقتصادي اړیکې دي او ځواکونه یې د سعودي عرب په خاوره سعودي ځواکونو تربیه کوي خو پاکستان د ایران او سعودي په تازه شخړه کې بې طرفه پاتې کیدل خوښ کړي دي.

اسلام اباد څو موده وړاندې سعودي عربستان ته په یمن کې د حوثيانو خلاف د جنگیدلو نه هم انکاري شوې وو.

په واشنگټن کې د څیړنیزې ادارې پولیټکټ مشر څیړنکار عارف انصار مني چې د مسلمانو هیوادونو تر منځه په شخړو کې پاکستان تل بې پلوه پاتکېدل خوښ کړي خو وايي په اوسني وخت کې د ترکي سره د ښکاره ودریدلو وجه دا کیدی شي چې ترکي د پاکستان سره په کشمير کې مرسته کړې ده. ښاغلی انصار وايي دې نه پرته یوه بله وجه هم ده:

"دې کې کیدی شي دا هم وي چې ترکیان کردانو ته تر هگر وايي"

په شام کې د ترکي په حملو د امریکا دریځ

په شمالي شام کې د ترکي د تازه حملو وروستو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او نورو لوړ رتبه امریکاي چارواکو ډېر سخته ناخوښي ښودلی ده.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ترکي په چارواکو بندیزونه لگولي او غوښتنه یې کړې چې ترکي دې د شام په شمال ختیځ کې بمباري ودروي او جگړه دې بنده کړي.

د امریکا نایب صدر مایک پینس ويلي دي صدر ټرمپ د ترکي صدر ادروان ته ټلیفون کړی او ورته یې د جنگ د ودرولو امر کړی دی.

د امرېکې د دفاع وزارت یا پینټاگان هم د ترکي په شام کې د حملو په سختو ټکو کې غندنه کړېده . د امریکا د دفاع وزير مارک اېسپر ویلي د کردانو پرضد دغه عملیات - غیر ضروري او بې سوچه- دي.

د ترکي ځواب

د ترکي صدر رجب طیب اردوان ويلي دي د امریکا لخوا په ترکي د پابندیو او د روس پلوه ځواکونو د تر کي په سرحد د موجودگۍ په وجه څه قسمه خطر نه ویني.

هغه د گل په ورځ خبریالانو ته وویل:

" د خپل هدف په تر لاسه کولو کې څه مشکل نه ویني"

د روانې میاشتې په سر کې د صدر ټرمپ د شام نه د امريکايي ځواکونو د اعلان سره سم ترکي د شام په شمال کې د کرد ځواکونو په مرکزونو حملې شورو کړې وې.

ترکي وايي د کرد ځواکونو په ضد عملیات ځکه کوي چې په سرحدي سیمه کې 32 کلومیټره علاقه یو محفوظه سیمه جوړه کړي او پکې د شام نه کډوال شوي 20 لاکه مهاجر وساتي.

د صدر ټرمپ لخوا د شام نه د ځواکونو په وښکلو د امریکانو دریځ

که څه صدر ټرمپ د خپل دریځ دفاع کوي چې د شام نه د ځواکونو د وښکلو فیصله یې سمه ده خو د مخالفه گوند ډیموکرېټ په گډون د حکومتي گوند ریپبلکن ځینو غړو دا فیصله یو تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې د شام نه د امریکایي ځواکونو ایستلو د شام ډیموکرېټیک ځواک په خطر کې کړی دی.

د کانگرس مشرې نېنسي پلوسي د گل په ورځ په صدر ټرمپ سختې نیوکې کړي، هغه وايي:

"د ټرمپ توندې پرېکړې په نړۍ کې د خلکو ژوند ته خطر پېښوي، سیمه ییز امنیت له گواښ سره مخ کوي او د امریکې اعتبار ته زیان رسوي"

په سېنټ کې د ریپبلکن گوند د اکثریت غړو مشر میچ میک کانل وایي، که څه هم ترکي د شام د شخړې په اړه خپلې جایزې امنیتي اندېښنې لري، خو وایي په شام کې د امریکا د ملاتړو کوردانو په ضد عملیات د داعش ډلې په ضد د امریکې گټلې جگړې ته زیان رسوي

د داعش خطر څومره قوي دی؟

د امریکاي مشرانو په گډون یو شمیر نور کار پوهان فکر منده دي چې د ترکي د عملیاتو له وجې د گڼو هیوادونو یا قامونو لخوا د داعش تندروه ډلې په ضد ترلاسه شوې کامیابیو ته تاوان رسیدلی او د کردي عسکرو په ولقه کې گڼ شمیر د داعش خطرناک بندیان د حراستي مرکزونو نه تښتیدلي دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د شام حکومت او د شام د کردانو ترمنځ د معاهدې په وجه د شام او ترکي ځواکونو د جنگ امکان او د داعش وسله والې ډلې د بیا قوي کېدو امکان پېدا شوی دی.

حسین حقاني وايي دا ویره بې ځایه نه ده چې داعېشیان د نړۍ لپاره یو وار بیا خطر جوړېدې شي

"دا ویره بېخي سمه ده ځکه چې د داعش خلاف چې په میدان کې څوک ولاړ وو هغه د شام کردان وو"

کردان څه وايي

کردي ځواکونو ويلي دي چې تر وروستیو پورې به جگړه کوي. د صدر ټرمپ د پرېکړې ورستو کردانو ويلي وو چې د ترکي د حملو نه پس دوي د خپل تحفظ په خاطر د نورو طاقتونو سره رابطې وکړې.

د ترکي د حملو ورستو د شام حکومتي ځواکونو د ترکي پولې پلو ته پرمختگ کړې. ددې عمل نه وړاندې کرد ځواکونو اعلان کړې وو چې د صدر بشارالاسد حکومت سره یې لوظنامه وکړه.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه، د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د شام حکومت او د شام د کردانو ترمنځ لوظنامه په سیمه کې د مختلفو قوتونو ترمنځ په اتحادونو کې لوې بدولون دی چې له امله د علاقې په بې ثباتۍ کې په چټکتیا زیاتوالی شوی دی

په شمالي شام کې کرد ځواکونه تر ډیره وخته د امرېکې په کمک د داعش تندروه ډلې په ضد جنگدیل.

که څه هم په 2011 کې په شام کې د خانه جنگۍ شورو کیدلو راپه دېښوا د کرد پیپلز پروټیکشن یونټ په شمال کې مورچې نه دي پرېښودې خو د کردانو د انتظامیې یو چارواکي عبدالکريم عمر ويلي دي د امرېکې د ځواکونو په وښکلو یې مشکلات ډېر سوا شوي دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG