د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نورو درېو کالو د ماموريت د مودې غځولو پرېکړه تر سبا پورې وځنډوله.
د ځايي میډيا د راپورونو ترمخه د سترې محکمې مشر قاضي جسټس اصف سعید کهوسه په مشرۍ د درې ججانو ډلې د پوځي مشر د ماموریت د مودې غځولو پرضد خواست باندې اورېدنه وکړه.
سترې محکمې د پوځي مشر د ماموریت د مودې غځولو پرضد شوی خواست هم خپل ځاني نوټس (از خود نوټس) ته واړولو.
عدالت په قضیه کې د جنرل قمر جاوېد باجوه سره مرکزي حکومت او د دفاع وزارت سبا بللي دي.
اټارني جنرل عدالت ته د پوځي مشر د ماموريت د مودې غځولو امر وړاندې کړی چې په ۱۹ اګست وزيراعظم دا امر کړی دی.
عدالت ته ويل شوي چې سيمه اييزه امنيتي حالاتو ته په کتو د پوځي مشر د ماموريت موده غځول شوې، خو ويل شوي چې د سيمه اييزه امنیت د يو پوځي افسر نه د ادارې کار دی.
عدالت ويلي که د سيمه اييز امنيت خبره وي نو بيا به د پوځ هر افسر بيا په ځای کېدل غواړي.
عدالت زياته کړې د مرکزي کابينې په ۲۵ غړو کې يواځې ۱۱ د پوځي مشر د ماموریت د مودې غځولو منظوري ورکړې او د صدر د منظورۍ وروسته مامله کابينې ته وړاندې کړی شوې ده.
عدالت ویلي د کابينې وروسته سمري وزيراعظم او صدر ته نه ده وړاندې کړی شوې.
عدالت زیاته کړې اټارني جنرل داسې کوم قانوني شق نه دی وړاندې کړی چې پکې د پوځي مشر د ماموریت د مودې غځولو ويل شوي وي.
عدالت زياته کړې وزيراعظم په خپله د پوځي مشر د ماموریت د مودې غځولو امر کړی او د ارټيکل ۲۴۳ ترمخه دا واک د صدر سره دی.
سترې محکمې په مقدمه کې اړونده فريقېن سبا د شورو، چارشنبې په ورځ عدالت ته بللي او تر سبا پورې يې د پوځي مشر د ماموريت د مودې غځولو پرېکړه ځنډولې ده.
د پوځي مشر د ماموريت د مودې غځولو پرضد د جيورسټ فاؤنډېشن لخوا سترې محکمې ته خواست شوی ؤ.
یاد خواست سترې محکمې د اورېدنې دپاره منظور کړی او په خپله مشرۍ کې يې په خواست د اورېدنې دپاره د درې ججانو ډله (بنچ) جوړه کړې ده.
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان دفتر پخلی کړی چې د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ماموریت د مودې نورو درېو کالو دپاره غځولو په ۱۹ اګست امر جاري کړی ؤ.
د پوځي مشر د ماموریت د مودې غځولو په پرېکړه په پاکستان کې سياستوالو او وکیلانو ټکونه کړي او وکیلانو په ۲۸ نومبر د تحریک انصاف د حکومت د يادې پرېکړې پرضد د تورې ورځې نمانځلو او کاربنديز اعلان کړی دی.