لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دا خبر رد کړ چې ګني د کډوالو د اېستلو پروسه یې اودرولې ده


د پاکستان خارجه وزارت هغه رپوټونه رد کړل چې ګني د افغان کډوالو د اېستلو پروسه یې اودرولې ده. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر د پاکستان نه مننه کړې وه چې د غیرقانوني خارجي کډوالو د اېستلو چارې یې اودرولي دي.

د وي او اې ډیوه خبریالې رابعه پیر چې د شورو/چهارشنبې په ورځ د واټساپ د لارې د خارجه وزارت له ترجمانې ممتاز زهرا بلوچ نه د هغو رپوټونو د تصدیق په اړه پوښتنه وکړه چې وایي پاکستان د بهرنیو کډوالو د اېستلو پروسه ځنډولې ده، نو مېرمن بلوچ وویل چې دا حقیقت نلري.

په رپوټونو کې ویل شوي و چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر له مشر سره تر خبرو وروسته افغانستان ته د بې اسنادو کډوالو د شړلو لړۍ ځنډولې ده. په تېر تقریباً یو کال کې له پاکستان په لکونو بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د یو این ایچ سي آر مشر فلیپو ګرانډي د سه شنبې- نهې په ورځ پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه او په دې هېواد کې یې له چارواکو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د اوسېدو د ستونځې د "اوږدمهاله حل لپاره هڅې پیاوړې" شي.

د کډوالو ادارې د خپل مشر ګرانډي د سفر له ختمېدو وروسته په یو بیان کې ویلي چې هغه په پاکستان کې د حکومت له خوا "د غیرقانوني مېشتو بهرنیانو د ستنولو د پلان ځنډېډو ستاینه کړې او ډاډ یې غوښتی چې دا امر به همداسې دوام وکړي".

په اسلام اباد کې د حکومت له مشرانو سره د ګرانډي له لیدنو خبر د پاکستان یوه اعلی چارواکي وي او اې ته تایید کړه چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده، خو دا یې نه دي ویلي چې دا لړۍ به څومره موده ځنډېدلې وي.

دغه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط له وي او اې سره خبرې کړې او ویلي یې دي، "ګرانډي ته زموږ پيغام دا وو چې نړيواله ټولنه بايد د افغان کډوالو د ساتنې او ستنولو په برخه کې خپله ذمه واري تر سره کړي. دا يوه ګډه ذمه واري ده، بايد ټول بار د پاکستان په اوږو وا نه چول شي."

د پاکستان د حکومت او د ملګرو ملتونو چارواکو وویل، د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ د ځنډولو پرېکړه په "بشري بنیادونو" شوې ده ځکه چې وایي په افغانستان کې دا مهال اقتصادي او بشري حالت خراب دی او خلک یې له بې وزلۍ سره مخ دي.

د یو این ایچ سي آر مشر فلیپو ګرانډي له وزیراعظم شهباز شریف سره د ملاقات په وخت.
د یو این ایچ سي آر مشر فلیپو ګرانډي له وزیراعظم شهباز شریف سره د ملاقات په وخت.

ګرانډي د خپل سفر په مهال د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف او نورو اعلی پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي او له هغوی سره یې ډېرې خبرې د هغو شاوخوا درې میلینه افغانانو پر مستقبل کړې دي چې په دې هېواد کې اوسېږي.

د پاکستاني او ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا په دغو درې نیم میلینه افغان کډوالو کې شاوخوا 1.3 میلینه له یو این ایچ سي آر سره رجسټر دي، تقریباً نهه لکه د افغانستان د شهریت کارډونه اې سي سي لري او پاته نور بې اسناده دي.

د چارواکو په وینا کوم افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د هغوی ویزې هم ختمې شوې دي، وایي په دوی کې اکثر یې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په درېیم هیواد کې د پناه اخیستو په تمه په پاکستان ته کډه شوي دي.

د پاکستان تېر نګران حکومت د تېر کال په نومبر کې په غیرقانوني توګه په هیواد کې د مېشتو بهرنیانو پر ضد عملیات پیل کړل. حکومت د دې سبب د ترهګرو بریدونو ناڅاپي زیاتوالی بللی وو او دعوه یې کړې وه چې وسلوالو د کډوالو په کېمپونو کې پټیږي.

پاکستاني او افغان چارواکي وايي، د بې اسناده کډوالو د ایستلو د کمپېن له پیلېدو راهیسې تر اوسه تقریباً شپږ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د یو این ایچ سي آر مشر فلیپو ګراندي پاکستان ته د سفر مهال د پېښور په ګډون د پښتونخوا نورو سیمو ته هم تللی او هلته یې د افغان کډوالو له استازو سره يې لیدلي وو.

یو این ایچ سي آر په خپل بیان کې د هغه له خولې ویلي، "د رضاکارانه ستنېدو، په درېیم هیواد کې د بیا مېشتېدو او په پاکستان کې د اوږدې مودې په ګډون باید د افغان کډوالو د استوګنې ټولې حل لارې ولټول شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG