لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېمرا د ای ار وای ټېلې وژن نشریات ځنډولي دي


پېمرا ی ار وای ته خط کې ویلي يا خو ادارې کمزوري فيصله کړې او یا يې قصداً خپل پلېټ فارم داسې خلکو ته وکړی و چې د خپلو مفاداتو دپاره دې د ریاستي ادارو خلاف کرکه او نفرت خپور کړي
پېمرا ی ار وای ته خط کې ویلي يا خو ادارې کمزوري فيصله کړې او یا يې قصداً خپل پلېټ فارم داسې خلکو ته وکړی و چې د خپلو مفاداتو دپاره دې د ریاستي ادارو خلاف کرکه او نفرت خپور کړي

د مطبوعاتو د انتظام حکومتي ادارې پاکستان الېکټرانک ميډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا د غیر حکومتي ټېلې وژن ای ار وای نشریات د نامعلومې مودې پورې ځنډولي او په سټېشن یې د دروغو او د کرکې او د بغاوت نه ډک مواد د نشر کولو الزام پورې کړی دی.

خبریالانو د حکومتي ګام غندلی او دا یې د مطبوعاتو په ازادۍ برید بللی. ناقدین وايي دغه ګام غیرقانوني هم دی او د مطبوعاتو د ازادۍ مخه نیسي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پېمرا کېبل چلوونکو کمپنو ته امر کړی چې د ای ار وای نشریات دې په سمدستي ډول د نامعلوم وخت پورې نه خپروي.

ای ار وای ته ورکړی شوي رسمي نوټس کې په چېنل الزام لګول شوی چې په مبینه توګه یې د دروغو، د کرکې او د بغاوت نه ډک مواد نشر کړي دي.

په دغه خط کې وېل شوي چې ای ار وای يا خو په اداریاتي کچه کمزوري فيصله کړې او یا يې قصداً خپل پلېټ فارم داسې خلکو ته وکړی و چې د خپلو مفاداتو دپاره دې د ریاستي ادارو خلاف کرکه او نفرت خپور کړي. پېمرا وویل ای ار وای د ګل، دوشنبې، په ورځ د پخواني وزیراعظم عمران خان د یو ترجمان داسې خبرې نشر کړي چې د پوځ په صفونو کې د بغاوت د راپارولو برابر وې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د وزیراعظم شهباز شریف په حکومت دا الزام پورې کوي چې په سوشل ميډیا داسې کېمپېن چلوي چې پي ټي ايي د پوځ مخالف ګوند ثابت کړي.

ای ار وای، قانوني ماهرینو، صحافیانو او د پي ټي ایي مشرانو د پېمرا الزامات رد کړي دي.

د ای ار وای باني او مشر سلمان اقبال د ټوېټر دلارې وویل چې ځکه بند کړی شو چې مونږ رېښتیا قېصه رپورټ کړې وه
قانون پوهه او د قانوني چارو څېړونکي محمد احمد پنسوټا د پېمرا د اقدام غندنه وکړه او ویې وېل دغه ګام هېڅ قانوني جواز نه لري.


په ټوېټر يو پېغام کې پنسوټا وویل چې د پاکستان ایین د مطبوعاتو د ازادۍ ضمانت ورکړی دی چې د ریاست په شمول هېڅ څوک پکې مداخلت نشي کولی.

ناقدین وايي د بغاوت الزامات اکثر په هغو مطبوعاتو او خبریالانو لګول کېږي چې په پوځ تنقید کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د مطبوعاتو د حقونو دپاره کار کونکي تنظیمونه وايي په پاکستان کې په ورستي وختونو کې د خبریالانو د ویرولو په شا د پوځ لاس دی خو حکومت او پوځ دا خبره ردوي.

د رپورټ ترمخه په تېرو څو هفتو کې د یو شمېر هغو خبریالانو په ضد مقدمې درج شوي دي چې په سیاست کې د پوځ د مداخلت په اړه یې پوښتنې راپورته کړي دي.

په فرانس کې مېشته د خبریالانو تنظیم رپوټرز ود اوټ بارډرز د پاکستان پوځ خبرادره کړی چې په سیاست کې لاس وهنه به یې په پاکستان کې جمهوریت کمزوری کړي.

د اېشیا او بحرالکاهل سيمې دپاره د ار اېس اېف مسول ډېنیل باسټرډ وویل په تېرو دوو میاشتو کې چې ادارې د خبریالانو کوم کېسونه ريکارډ کړي دي یوه خبره مشترک لري او هغه دا چې ټولو اړونده خبریالانو په سیاست کې د پوځ په کردار تنقید کولو.

د دوشنبې یا ګل په ورځ د ای ار وای نیوز خپرونې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې تړلې شوې وې.

د پاکستان د جرنالسټانو اتحاد فیډرل یونین اف جرنالسټس په ګډون د هیواد بیلابیلو جرنالسټانو د اې ار واېې تړلو عمل په سختو ټکو غندلې او دا یې د مطبوعاتو پر ازادۍ برید بللی دی.

د پې ایف یو جې مشر افضل بټ وايي پاکستان کې داسې ښکارې د څا واک وې هغه خپل طاقت کاروې- نه خو قانون، نه دستور او نه د رسنیو د ازادۍ حدودو ته کتل کیږې چې له سببه "مونږ یې په سختو ټکو غندنه کوو."

جرنالسټ مظهر عباس خپل یو ټویټ کې د پيمرا لخوا د ای آر وای د معطلولو فيصله غندنه کړې او ویلې دا ګام د پیمرا د خپلو اصولو خلاف کار دې- مظهر عباس زیاته کړې د چينل د بندولو پر ځاى بايد دا موضوع د شکايتونو کمیټې ته وړاندې شوې واى.

جرنالسټ مطیع الله جان - چې اکثره د تحریک انصاف سره په مخالفت کوي، خپل ټویټ‌کې لیکې د قانون سره سم د خبرتیا پرته د اې ار وای معطل کول د غندنې وړ دي- د اسلام اباد هائي کورټ واضح حکمونه دي چې پیمرا نه کوم چينل بندولی شي او نه يې نمبر بدل کړی شي.

اسلام اباد نه د وي وا ای ډیوه خبریاله رابعه پير په خپل رپورټ کې وايي چط دا لومړې څل نه دې چې په هیواد کې د یو ټیلې ویژن چینل په ضد قانونې کارواېې شوې-

رابعه پيء وايي مطبوعاتو په د تحریک انصاف د حکومت په مهال هم د سخت فشار خبره کوله او د تحریک انصاف د حکومت په وخت کې د میډیا ریګولیټرې اتهارټې په نوم نوې اداره جوړولو عمل شورو شوې و او د حامد میر، طلعت حسین او اسد علې تور په شمول پر بیلابیلو هغه خبریالانو بندیزونه لګول شوې یا زورول شوې وو چې د حکومتې ادارو د تګ لارو په ضد یی غږ رابرسیره کړې وو- او اوس پر ایتلافې حکومت هم نیوکې کیږې چې خپل د مخالفین په ضد د د ادارو د لارو فشار اچولو هځې کوې.

د جرنالسټانو د حقونو ادارې رپورټرز ود اوټ بارډرز د روان کال ۲۰۲۲ مئې په میاشت کې خپور شوې رپورټ تر مخه پاکستان صحافت د ازادې په اړه د نړۍ د ۱۸۰ هیوادونو په نوملړ کې پر ۱۵۷ نمبر دې- چې د تیر کال پر پرتله ۱۲ درجې را کم شوې او په دغه نوملړ کې د افغانستان څخه هم کښته شوې دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG