لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک: د ملاله بهر تللو لپاره تیارۍ پوره دي


تیر کال سوات کې د امن د پاره د اواز پورته کولو په سر ملالې یوسفزۍ ته د پاکستان حکومت د طرفه ایوارډ ورکړی شو
تیر کال سوات کې د امن د پاره د اواز پورته کولو په سر ملالې یوسفزۍ ته د پاکستان حکومت د طرفه ایوارډ ورکړی شو
د پاکستان د داخله چارو وزیر رحمان وییلي قومي امن ايوارډ گټونکې ملاله يوسفزۍ د علاج لپاره بهر ته د وړوپوره تیارۍ شوي دي. او په عامو خلکو يې غږ کړی د ملاله د روغ صحت لپاره دعا ګانې کوۍ.
داخله وزیر دغه خبره په ټیوټر باندي په خپل یو ټویټ کې کړې. ښاغلې ملک لیکلي د ملالې د علاج لپاره تر ټولو ښه ډاکټران ولاړ دي او د بهر تګ لپاره هوايې جهاز یا ايیر ایمبولینس تیار ولاړ دې. او ددغې مقصد لپاره پوره طبې تیارۍ هم نیولې شوي دي. داخله وزیر زیاته کړي د ملالې دعلاج په لړ کې ساعت په ساعت ځان خبروي.
د پاکستان د داخله چارو مرکزي وزیر د خپل ټویټ په اخره کې عام اولس ته خواست کړې د ملالې د روغ صحت لپاره دعاګانې کوئ.
دخیبر پښتونخوا سوات ضلع سره تعلق لرونکې او د پاکستان قامي امن ايوارډ گټونکې ملاله يوسفزۍ تیره ورځ دنامعلومو وسله والو په ډزو کې سخته ژوبل شوې او ډاکټران دهغې دژوند بچ کولو هڅې کوي.
پوليس وائي ملاله يوسفزۍ په سوات کې دسکول څخه کور ته روانه وه چې مينگوره ښار کې دهغې دسکول په گاډي نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
څوارلس کلنه ملامه او د هغې دوه نورې د سکول ملگري ژوبل شوې دي.
ملاله او د هغې ملگرې په زخمي حالت کې هسپتال ته بوتللی شوې خو ددې ورستو د هغې د حالت په وجه ملاله پیښور ته منتقل کړی شوه. د هغې د حالت په حقله د ډاکټرانو یو اته کسیزه بورډ جوړ کړی شوی دی چې تر د شورو د ورځې پورې به فیصله کوي چې آیا ملاله د نور علاج د پاره د هیواد نه بهر منتقل کړی شي او کنه؟
تیر کال سوات کې د امن د پاره د اواز پورته کولو په سر ملالې یوسفزۍ ته د پاکستان حکومت د طرفه ایوارډ ورکړی شو.
د ایوارډ گټلو ورستو ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ملاله یوسفزۍ وئیلي وو د ایزدکړو ورستو د سیاست د لارې د خپل هیواد د تعیلم او پرمختگ لپاره کارکول غواړي

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG