لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا ټیم د پاکستان کرکټ شل اوریزې سیالو کې لوبیږي


د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د نن (خالي) په ورځ د شلو اورونو یا ټي ۲۰ سیالۍ پیلیږي. پدغو سیالیو کې به د فاټا د کرکټ د لوبډلې په ګډون د پاکستان له اتو بیلابیلو سیمو څخه اته لوبډلې ګډون کوي.

نورې لوبډلو کې لاهور وایټس، فیصل اباد، لاهور بلوز، کراچي وایټس، پېښور، راولپینډۍ او اسلام اباد دي.

ددغو سیالیو په ترڅ کې به هره ورځ دوه میچونه کیږي چې ۱۶ ورځې به دوام ولري.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي چې دغو سیالیو کې د هرې شپېږې وهونکي لپاره یې زر روپۍ انعام هم ټاکلی.

د فاټا په ټیم کې لوبیدونکی د پاکستان وتلي بالر بلاول بټي وايي دا ټورنمنټ به د پاکستان د کرکټ لپاره ډیر ښه وي او هیله یې څرګنده کړې چې د فاټا ټیم به پکې ښه وځلیږي.

د لاهور وایټس بیټسمن اصف ذاکر وايي، داسې سیالۍ د نویو لوبغاړو لپاره ډیرې ګټورې وې ځکه چې هغوي پکې د ښې لوبې کولو تجربه ترلاسه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG