واشنگټن: د افغان طالبانو ذرایعو د دې خبرې تصدیق کړی چې د هغو د رژیم د مذهبي چارو پخوانی وزیر حافظ محب الله، درې ورځې وړاندې په پیښور کې نیول شوی دی.
د دغه جگپوړي طالب د نیول کیدو خبر په داسې وخت کې خپور شو چې امریکا او افغان حکومت پر پاکستان دا زور اچولی چې د سولې خبرو ته د حاضرولو په خاطر دې اسلام آباد پر طالبانو خپل اثر رسوخ وکاروي. همدا شان ټاکل شوې ده چې ډېر زر به د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له کابل نه اسلام آباد ته ولاړ شي او هلته له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
پاکستاني چارواکو د پخواني طالب مشر، حافظ محب الله د نیول کیدو پر خبر، کومه تبصره نه ده کړې، مگر څیړنکاران وایي چې کیدای شي د محب الله نیونه، طالبانو ته د یو پیغام ورکولو کوشش وي.
د افغانستان د چارو کارپوه او باتجربه خبریال رحیم الله یوسفزي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې حافظ محب الله د طالبانو د قیادتي شورا غړی نه دی. د ښاغلي یوسفزي په وینا، "پاکستان څو ځله طالبانو ته ویلي چې تاسو افغان حکومت سره مذاکرات وکړئ، ډزبندي اعلان کړئ، کنه مونږ به ستاسو د هغو کسانو پر خلاف چې دلته وي، کاروایي وکړو او ورته به ووایو چې له پاکستان څخه دې ووځي."
رحیم الله یوسفزی زیاتوي چې د هغه په فکر، د محب الله نیول هم طالبانو ته د یو پیغام رسولو کوشش دی چې هغوی دې مذاکراتو ته مخه کړي، او ممکن نورې گرفتارۍ هم وشي، خو دا هم وایي ضروري نه ده چې دغسې کاروایانې دې د پام وړ نتیجې ولري.
پاکستان څو کاله مخکې د طالبانو یو بل مشر، ملا عبدالغني برادر هم نیولی او په بند کې یې ساتلی و، خو په دې وروستیو کې یې د افغانستان د حکومت په ټینگار، له بنده خوشې کړ. که څه هم په افغانستان کې دا هیله وه چې ملا برادر به له خوشې کیدو وروسته د سولې د خبرو په پیلولو کې اغیزمن ثابت شي، خو تر اوسه د ملابرادر د فعالیتونو په اړه څه نه دي اوریدل شوي.