لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبان: نایب امیر خان سید سجنا مو ډورن وژلی دی


خان سېد سجنا د خالد محسود په نوم هم یادیدو
خان سېد سجنا د خالد محسود په نوم هم یادیدو

د پاکستان کالعدم تحریک طالبان د گل، د دوشنبې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې د ډلې نایب امیر خان سید سجنا د پاک افغان پولې ته څېرمه د ډرون په حمله کې وژل شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند په دې اړه خپل یو بیان کښې وویل چې خان سېد سجنا په ٨ مه فرورۍ د پیشلمي په وخت د شمالي وزیرستان په گوروېک سیمه کې د بې پائلټه الوتکې لمنځه وړی دی.

امریکني چارواکي اکثره پاکستان کښې دننه د داسې قسمه بریدونه په اړه څه نه وايي، خو د پاکستان استخباراتي ادارو چارواکو او ځایي قبائلي سرچینو طالبانو د اعلان نه وړاندې پخلی کړی و چې خان سېد سجنا د خپلو ملگرو سره د خوست افغانستان نه په پاکستان کې خپل کور ته راروان وو چې ډرون یې موټر ویشتلو.

د خان سېد سجنا په اړه ویل کیږي، چې د افغانستان په خوست ولایت کې پناه ځای لرلو او د حقاني ډلې سره یې نژدې اړیکي وو. په حقاني ډله په افغانستان کې په امریکايي ځواکونو د حملو الزام لگول کیږي.

څیړونکي وايي د خان سید مرگ د طالبانو لپاره لوې زیان دی.

په امریکني وگړو بریدونو کښې لاس لرلو په سر سجنا امریکا ته هم مطلوب وو.

پاکستان ته هم د ترهگرۍ په یو شمیر پیښو او کال ٢٠١٢ کښې د بنو جیل ماتولو په پیښه کښې سجنا مطلوب و. دغه جیل نه د ترهگرو پشمول ۴٠٠ قیدیان تښتیدلې وو.

د طالبان لخواه جاري بیان زیاتوي د خان سېد سجنا پرځایې مفتي ولي نور د هغه ځای ناست ټاکل شوی دی.

شمالي وزیرستان او دې سره خواه کښې نورې قبائلي سیمې د ډیرې مودې نه د هاغه ترهگر ډلو اډه پاتې شوې چې د پاک افغان پولې دواړو خواو ته فعالیتونه کوي.

د پاکستان د پوځ چارواکي وايي، د دوي سترو ځمکني او هوايي عمليات چې په کال ٢٠١۴ کښې پيل شوي وو تر ډېره حده دا سیمه د ترهگرو څخه پاکه کړې، او په پاک افغان پوله د اغزن تار لگولو سره به د یاغیانو تگ راتگ لار مخنیوی هم ممکن شي.

اسلام اباد دریځ لري چې د پاکستان پوځي عملیاتو دلاسه ډیر ترهگرو د افغانستان په بې ثباته سیمو کښې پناه اخېستې او دغه خواه نه پاکستان کښې ترهگر کاروایانې کوي.

پاکستان او افغانستان په یو بل د هاغه ترهگر ډلو د ملاتړ تورونه لگوي چې دواړه خواؤ ته کاروایانې کوي او هم دې دلاسه د گاونډیانو ترمینځ په وروستیو کښې تعلقات هم خراب شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG