لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان چېرته دی او څنگه تښتېدلی؟ پارلمان جواب غواړي


د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان
د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان

پاکستان کې د پارلمان غړو، د پاکستان د طالبانو د پخواني ویاند، احسان الله احسان د پوځ له ولقې نه په تښتېدو یو شمېر سوالونه راپورته کړي دي او دا پېښه یې د ریاستي ادارو لویه ناکامي گرځولې او د دې د پلټنو دپاره یې د پارلمان د کمیټې د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

د گل/دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلې په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر او د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ، د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د پوځ له ولقې څخه د تښتېدو په پېښه، سوالونه راپورته کړل او ویې ویل چې تر اوسه پورې په دې اړه د مرکزي حکومت څخه کوم غبرگون یا سپیناوی مخې ته نه دی راغلی، او باید چې حکومت په دې حقله څه ناڅه سپیناوی وکړي.

محسن داوړ زیاته کړه، حکومت دې دا په ډاگه کړي چې آیا احسان الله احسان په رښتیا باندې د پوځ له ولقې نه تښتېدلی دی او که نه؟ هغه د احسان الله احسان د تښتېدو په اړه، درې پوښتنې هم وړاندې کړې چې احسان الله احسان په کومه مقدمه کې نیول شوی و او هغه کوم عدالت ته پېش کړی شوی او بله دا چې هغه په کوم جېل کې ساتلی شوی و؟

داوړ په پارلمان کې وویل: "او که هغه په رښتیا تښتېدلی وي، نو جناب سپیکر، دا ډېره سنجیده مسئله ده. بیا نو په کار ده چې په دې حقله د پارلمان یوه کمیټه جوړه شي."

بل اړخ ته په قامي اسمبلې کې د مخالف پیپلز گوند غړي، نوید قمر وویل چې د طالبانو د پخواني ویاند تښتېدل، یوه داسې پېښه ده چې په دې هېڅوک هم سترگې نشي پټولی. هغه وایي چې احسان الله احسان یو داسې تن و چې نړېوال مجرم پېژندلی شوی و، او کله چې هغه تسلیم شو نو د پاکستان چارواکو گردې نړۍ ته ویل چې هغوی یو ترهگر نیولی دی. او اوس وایي چې هغه زمونږ له لاسونو ووته.

نوید قمر وویل، "یو سړی چې په سخته څارنه کې ساتلی شوی هغه څنگه په آسانه ستاسو له لاسونو وښوېدو؟ دا څه منطق نه لري. او که په دې اړه څه سمجوتا شوې وي نو باید چې اېوان هم خبر کړی شي."

د طالبانو د پخواني ویاند، احسان الله احسان د پوځ له ولقې څخه د تښتېدو په اړه، د مخالفو گوندونو د پوښتنو جواب ته، سپیکر وویل چې په دې اړه به اړونده وزیر، بله ورځ سپیناوی وکړي.

د دې تر څنگ، د گل/دوشنبې په ورځ د سنېټ د کورنیو چارو کیمټې کې هم دا معامله پورته کړل شوې ده او د کمیټۍ رحمن ملک د احسان الله احسان له حکومتي تحویل څخه د تښتېدو په اړه، د کورنیو چارو د وزارت څخه سپیناوی غوښتلی دی.

سنېټر رحمن ملک په دې برخه کې د کورنیو چارو له وزارت څخه په درېیو ورځو کې دننه، جواب غوښتلی دی.

درې ورځې مخکې پر سوشل مېډیا باندې خپور شوي یو پیغام کې یو تن ځان د احسان الله احسان په نامه پېژندو، او پخپل پیغام کې یې د تښتېدو دعوه کوله.

د پاکستان پوځ د کال ٢٠١٧ د اپریل په میاشت کې دا خبره منلې وه چې د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان، د هېواد امنیتي ادارو ته تسلیم شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG