لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې دي، سرتاج عزیز وايي


سرتاج عزیز او د امریکې خارجه وزیر جان کیري
سرتاج عزیز او د امریکې خارجه وزیر جان کیري

د خارجه چارو او قامي سلامتیه دپاره د پاکستان مشیر سرتاج عزیز په واشنگټن کې يوې غونډې ته ویلي د افغان طالبانو ځېنې مشران په پاکستان کې موجود دي خو پاکستان پرې د یو حد پورې اثر لري.

د امریکې د سفر په مهال په سرښار واشنگټن کې د نهې، سه شنبې، په ورځ خپله وینا کې سرتاج عزیز وویل چې که څه هم طالب مشران په پاکستان کې د خپلو کورنیو سره میشته دي خو په مکمله توگه د پاکستان د اثر دلاندې نه دي او نه د اسلام آباد هرې خبرې ته غوږ ږدي.

"په ښو وختونو کې هم طالبانو پاکستان ته غوږ نه دی ایښودی،" ښاغلي عزیز د کاونسل ان فارن ریلیشنز نومې ادارې په غونډه کې ددې تپوس په ځواب کې وویل چې پاکستان په طالبانو څه قسمه نفوذ لري چې د افغان حکومت او د وسله والې ډلې ترمنځ د مذاکراتو په لړ کې خپل کوښښونه کوي. سرتاج عزیز وویل طالبانو به یوازې هله د پاکستان خبره اوریدله کله چې به پکې د دوي هم مفاد و.

" مونږ پرې څه نه څه اثر ځکه لرو چې د هغوي (طالبانو) مشران دلته دي، دلته طبي سهولتونه استعمالوي او کورنۍ يي دلته دي،" سرتاج عزیز وویل.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نیغ په نیغه مذاکراتو وړمبی دور تیر کال د جولائي په میاشت کې پاکستان د سیاحت مرکز مري کی د پاکستان په منځ گړي توب وشو. د خبرو اترو د دویم دور تابیه هم شوي وه خو بیا پاکستان کې طالبانو د مشر تابه ملامحمد عمر د مرگ خبر رامینځته کیدو ورسته دغه بهیر د ځنډ ښکار شو.

د فریقینو ترمنځ دغه عمل د بیا شورو کولو دپاره پاکستان، امریکا، چین او افغان حکومت مشترکه کوښښونه شورو کړي دي. په دې لړ کې په اسلام آباد او کابل کې د څلورو واړو هیوادونو استازو په ورستۍ هفتو کې غونډې هم کړې دي.

ددغه کوښښونو په لړ کې سرتاج عزیز د کاونسل ان فارن ریلیشنز غونډې ته وویل طالبانو سره خبرو اترو دپاره افغان حکومت په قانع کولو کې هم ډیر وخت لگیدلی وو. هغه وویل افغان حکومت ته وویل شو که چرې په قامي مفاهمت کې سنجیده لري نو طالبانو سره مذاکراتو ته دې اماده شي. په دې لړ کې افغان صدر اشرف غني طالبانو ته د مذاکراتو په خلاص مټ بلنه ورکړه، سرتاج عزیز وویل.

افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې طالب مشران د پاکستان په خاوره موجود دي خو پاکستان يي مدام ردونه کړې ده.

پاکستان کې طالب "لیډرشپ" یا مشرانو د موجودگۍ په اړه سرتاج عزیز وویل په طالب مشرانو د حرکت پابندي وه او د علاج معالجي سهولتونو ته يي رسائي محدوده کړی شوي وه او دړکه ورته ورکړی شوي وه که چرې د مذاکراتو میزته نه ورځي نو ملک نه به ویستلی شي. هغه زیاته کړه طالب مشرانو ته ویل شو چې پاکستان نه د خپلې خوښې منزل ته د تگ سهولت به در برابر کړي شي ځکه چې د تیرو ٣٥ کلونو راهسې پاکستان ستاسو کوربه کړی دی. "ستاسو په کوربه توب ټوله دنیا په مونږ الزامات لگوي،" سرتاج عزیز وویل چې طالب مشرانو ته وویل شو.

سرتاج عزیز امید څرگند کړو چې ممکنه ده چې په راتلونکو ١٥ ورځو کې د افغان حکومت او د طالبانو نیغ په نیغه مذاکرات و شي. هغه وویل طالبان او افغان حکومت به خپله د خپلې معاهدې ته ځان رسوي.

سرتاج عزیز د مهال د پاکستان او امریکې ترمنځ د سټریټیجک ډائیلاگ یا مکالمي په لږ کې د امریکې په دوره دی. ددغه مکالمې په اړه هغه وویل په ځېنې مسلو د دواړو هیوادونو څه پوښتنې موجود دي چې پکې د حقاني ډله او د ایټمي وسلود تحفظ موضوعات شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG