لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف صیب! که شیر يي خو گیر يي


د میا نواز شریف د خبرو اترو وړاندیز د طالبانو خلاف د زمینې جوړولو هغه ټولې هڅې داسې غیر موثره کړې لکه چې څوک خپل منزل ته نزدې وي او لاره کې ورته ازغنې گټې راشې او پښې ورله غوڅې کړي."
د میا نواز شریف د خبرو اترو وړاندیز د طالبانو خلاف د زمینې جوړولو هغه ټولې هڅې داسې غیر موثره کړې لکه چې څوک خپل منزل ته نزدې وي او لاره کې ورته ازغنې گټې راشې او پښې ورله غوڅې کړي."
د تیرې میاشتې جنورۍ په ٢٩ نیټه چې کله د پاکستان وزیراعظم میا نوازشریف د پارلیماني غونډې په وخت غیرقانونه گرځول شوي ډلې تحریک طالبان ته د خبرو اترو وړاندېز وکړو نو د ډان ورځپاڼې د هغه اداريي ټکې یقیناً ډیر د توجه وړ دي چې پکې يي ویلي وو "شمالي وزیرستان کې د طالبانو خلاف اپریشن لپاره ټوله فضا جوړه وه، د کابېنې غونډه کې د نوي تگ لارې منظورۍ ته خبره پاتې وه خو د میا نواز شریف د خبرو اترو وړاندیز د طالبانو خلاف د زمینې جوړولو هغه ټولې هڅې داسې غیر موثره کړې لکه چې څوک خپل منزل ته نزدې وي او لاره کې ورته ازغنې گټې راشې او پښې ورله غوڅې کړي."
ځېنې څیړنکاران وايی چې طالبان د خبرو اترو په لوبه کې ډیر تکړه دي او د نوازشریف دغه وړاندیز يي د خوښې هم وو. دوي هم غوښتل چې د خبرو اترو په رنگ یوه ډرامه جوړه شي چې وخت ترلاسه کړي او دا چې افغانستان کې حالات وڅاري ته او بیا هغه شان اسلام اباد سره د جگړې لپاره هم هغه ډول تیاری وکړي.
خو ولس بیا ولیدل چې هم په طالبانو کې خفه طالبانو د خبرو عمل وران کړو. د مومندو ایجنسۍ طالبانو ٢٣ د ایف عسکر ووژل. داسې یو ځل بیا ټوله فضا د طالبانو سخت خلاف شوه. عن تر دې چې عمران خان او جماعت اسلامي هم د ولس د فشار وړاندې ټینگ نشول او د ایف سي عسکرو د وژنو غندنه يي وکړه.
خو د میا نوازشریف صیب به څه وی؟ هر څه يي بیا په تالاب لاهو او تالا ترغا کړل، وې ویل چې که طالبان خبرې په وړاندې بوځي نو باید ډزبندي اعلان کړي. طالبانو ویل په "پیر دې رحمت شا." دا ځل يي ورته ځان نه خفه د مومندو طالبان هم داسې ښکاري رضا کړل او ډز بندي يي اعلان کړه.
پارلیمان کې بلوڅ مشر حاصل بزنجو په حکومت نیوکې وکړې او وې ویل د نواز شریف حکومت طالبانو سره د خبرو په پیلولو طالبان د یوې ډلې په توگه منلي دي. د طالبانو سره د خبرو ملگري اکثره ښې اړخه گوندونه دي خو ځېنې نور گوندونه د حکومت په سټرټیجي نیوکې کوي.
څیړنکار خادم حسین وايي ښکاري داسې چې نوازشریف د پښتنو سیمه په سرکاري توگه طالبانو ته حواله کول غواړي ځکه چې خبرې به اوس وړاندې ځي، شرطونه به منل کیږي، لوظنامه به کیږي او مهمه ټکو کې به يي یو دا وي چې دا مزکه د طالبانو او دغه د پوځیانو او بس د یو بل مزکې ته به نه ورځي. تیرو نهو لوظنامو ورسته هم داسې شوي چې طالبانو خپل نوي مرکزونه خلاص کړې، نور زیات اغیرمن کیدو لپاره يي نورې سېمې د ولقې لاندې راوستې دي.
حکومت هم ډز بندي اعلان کړې ده خو ترهگري بیا هم روانه ده. جمرود کې حکومتي عسکر ووژل شول. وزیراعظم صیب ته يي بالکل د پوزې د لاندې عدالتونه وډزول ـ د احرارالهند په نامه هغه جهادي اژدها هم خپل ځان راښکاره کړو چې په هکله يي ویل کیږي سویلي اسیا کې د غزوه هند په نامه جگړې او تشدد دوام داره ساتلو ته لیواله دي او د رسول الله ‍‍(ص) د حدیث حواله ورکوي چې غزوه هند کې برخه اخېستونکې به د مرتبې په لحاظ غوره وي. په جهادي ډلو هلو ځلو نظر ساتونکې پوهان وايي د کشمیر په نامه جوړې شوي جهادي ډلې د تربیت، نظريي او نیټ ورک په حواله تر ټولو خطرناکه په دې باندې دي چې عالمي جهادي سوچ لري.
د دفاعي څیړنکار جنرل طلعت مسعود دا خبره ډیره مهمه ده چې طالبانو سره د خبرو اترو باوجود بیا هم که ترهگري روانه وي نو بیا طالبانو سره خبرې عبث دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي صوبه کې يي ٣٩ جهادي ډلې دي. په دې خبره به پوهیدل وي چې اخر حکومت به د چا چا سره خبرې کوي. دا خو د چیندخانو تول دی، چې یو رانیسې دوه تښتي. داخله وزیر هم تیره هفته ویلي وو اسلام اباد کې د القاعده او د لشکر جهنگوي په شمول یو شمیر وسله والې ډلې اغیز لري. که داسې ده نو دا هر څه شپه شپه خو به نه وي شوی. د حکومتي چارواکو خبرې بې بسي څرگندوي. داسې ښکاري د ترهگرۍ دا بلا ډیره صحت منده ده، استخباراتي او امنیتي ادارې ترې خپله هم ویریږي او د ددغه خبرې نه يي میا نواز شریف او دده ملگري هم ویرولې. هغه چا ډیر ښه ویلي "که شیر يي خو گیر يي."
  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG