لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

” ايا حالات به بيا ښه شي “ پوهان څه نظر لري؟


تر ټولو لويه ستونزه چې دا مهال په پاکستان اؤ افغانستان کې خلکو ته ورپيښه ده ، هغه دبدامنۍ ستونزه ده
تر ټولو لويه ستونزه چې دا مهال په پاکستان اؤ افغانستان کې خلکو ته ورپيښه ده ، هغه دبدامنۍ ستونزه ده
په ١١ ستمبر کال ٢٠٠١ء کې په امريکا دشوؤ ترهه گريزو بريدونو اؤ وروستو بيا دامريکا په مشرۍ دناټو دځواکونو په افغانستان دحملې څخه راپديخوا چې په افغانستان اؤ پاکستان کې دبدامنۍ کوم بهير رامينځته شوى ، نۀ يواځې ددغه دواړو هيوادونو اولس اؤ ميډيا هره ورځ په دغه سيمه کې دامن په امکاناتو اؤ دبدامنۍ په وجوهاتو تجزئيې اؤ تبصرې کوي ، بلکې اولس هم ديو بل څخه اکثر دا پوښتنه کوي چې ايا حالات به بيا ښه شي؟
دغه پوښتنه يواځې دعام اولس په خلۀ کې نۀ ده ، بلکې دژوند دهرې طبقې وگړى په پاکستان اؤ افغانستان کې ، ديو بل څخه دغه رقم پوښتنه کوي، ځکه چې په سيمه کې روان امنيتي اؤ سياسي وضعيت دژوند دټولو طبقو خلک يو شان اغيزمن کړي دي.
خو تر ټولو لويه ستونزه چې دا مهال په پاکستان اؤ افغانستان کې خلکو ته ورپيښه ده ، هغه دبدامنۍ ستونزه ده.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو همدغه پوښتنه چې ايا حالات به بيا ښه شي؟ دنوميالي قام پرست سياست دان افضل خان لاله مخې ته کيښوده.
دهغه جواب دا ؤ چې دترهه گرۍ دروان بهير منفي اثرات هڅې خو په ټولې دنيا شته ، خو زمونږ په منطقه چې يې کومې اغيزې کړي ، هغه تر ټولو زياتې دي ، اؤ بيا دمنطقې په هيوادونو کې هم په خصوصي توگه افغانستان، پاکستان اؤ هندوستان ددغه وضعيت څخه زيات متاثر شوي دي.
افضل خان لاله وويل حالات ښه کيدى اؤ امن پځايې کيدى شي، خو که ذکر شوي دريواړه هيوادونه ديو بل دگريوان څخه لاس وباسي اؤ په ريښتونې جذبې سره دخپلو هيوادونو اؤ اولسونو دبدې ورځې ختمولو دپاره هڅې وکړي
افضل خان لاله وويل هرکله چې دمنطقې هيوادونه ديو بل سره په جنگ دي ، يو دبل کور ورانوي اؤ بل دبل ، نو څنگه به دامن دپاره کيدونکې هڅې دبرياليتوب درشل ته ننوځي
خو افضل خان لاله بيا هم پخپلو خبرو کې دا خبره سپينه نۀ کړه چې په نزدې راتلونکي کې په منطقه کې دامنيت ټينگيدو امکانات شته که نه؟
دپاکستان ددفاعي چارو څيړونکي اؤ دقبائيلي سيمې دامنيتي چارو پخواني مشر بريگيډئير (ر) محمود شاه نه چې مو کله وپوښتل ايا حالات به بيا ښه شي؟ نو دهغه لنډ جواب دا ؤ چې په نزدې راتلونکي کې داسې هيڅ امکان نشته چې گنې په دې منطقه کې به دبدامنۍ اؤ ترهه گرۍ روان بهير له مينځه لاړ شي اؤ اولس به عادي ژوند پيل کړل شي
هغه وويل په پاکستان کې دامنيت دارو مدار دافغانستان په وضعيت دى ، که چرې امريکا دافغانستان څخه خپل پوځونه وباسي اؤ دغلته امن رامينځته کيږي ، خو پاکستان کې به هم امن وي اؤ که چرې دامريکائي پوځيانو دوتلو وروستو افغانستان يوځل بيا دخانه جنگۍ غيږې ته لوئيږي نو پاکستان کې به هم بدامني اؤ ترهه گري وده مومي
دهغه وينا وه دامريکا اؤ طالبانو ترمينځ پيل شوې خبرې اودريدلي اؤ دافغان حکومت اؤ مخالفينو ترمينځ هم دجوړجاړي کومې گړندۍ هڅې په نظر نۀ راځي ځکه نو اميد نشته چې په نزدې راتلونکي کې به په دې منطقه کې دامنيت وضعه ښه شي.
دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکي دقومي اسمبلۍ پخواني غړي اخونزاده چټان ددغه پوښتنې په ځواب کې داميد څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل که چرې پاکستان دخپلو گاونډي هيوادونو سره غوره اړيکې اؤ يوه ازاده خارجه پاليسي ولري ، نو زما باور دى چې ٨٠ فيصده ستونزې به ددې سره هم هوارې شي
اخونزاه چټان وويل اوس په پاکستان کې نۀ يواځې دې سوچ شکست خوړلى دى چې افغانستان دې بايد زمونږ پينځمه صوبه وي، بلکې انډيا سره هم دجوړجاړي خبرې روانې دي، که چرې په هيواد کې دجمهوريت تسلسل برقرار پاتې شي اؤ ټولې ادارې دخپلو ائيني اختياراتو لاندې ذمه دارۍ ترسره کړي ، نو هيله ده چې امن به پځايې اؤ خوشحاله به داولس مقدر وگرځي
خو ديوې اوږدې مودې راهسې دخيبرپښتونخوا صوبې دبيلا بيلو گورنرانو سره دپبلک ريليشنز افسر په توگه ذمه وارۍ ترسره کوونکي لوړپوړي ريټائرډ بيوروکريټ قاضي محمد اعجاز وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل په موجوده وخت کې داسې څه واضحه حرکتونه په نظر نۀ راځي، چې هغه په نزدې راتلونکي کې په منطقه کې اولس ته دامن دپځايې کيدو ډاډ ورکړي
دقاضي اعجاز په وينا دامن امکانات شته ، خو دهغې دپاره په اخلاص سره هڅو ته اړتيا ده اؤ دغه هڅې به هاغه چاته کول وي ، دچا دلاسه چې نن په سيمه کې حالات تر دې ځايه رسيدلي دي
قاضي اعجاز زياته کړه دلته يواځې اندروني ناکامۍ نۀ ، بلکې بهرني سازشونه هم روان دي اؤ دغه سازشونه زياتره مهال دامن دټينگيدو مخه نيسي
هغه وويل منطقه کې دامن دټينگښت پوښتنه يو پراخه پس منظر لري اؤ دپاکستان حالات دافغانستان دوضعيت څخه چورلي
دنوموړي په وينا که چرې امريکا دافغانستان څخه خپل پوځونه وباسي اؤ په دغه هيواد کې دپردو دمداخلت لاسونه لنډيږي ، نو په پاکستان کې به هم ورسره دامن لارې گودرې مخې ته راځي اؤ که چرې افغانستان کې دبدامنۍ بازار تود وي نو پاکستان به يې هم داثراتو نه نۀ وي محفوظ
خو دسيمې په حالاتو ژور نظرلرونکى ځلمى صحافي فخرکاکاخيل بيا نااميده نۀ دى اؤ وائي دخوف ، ويرې اؤ ترهې په تورتم کې داميد يو څرک هم شته ، چې بايد نظر ورته ورواړول شي
فخرکاکاخيل وويل دتيرو لسو کالو راهسې به دپوښتنو خاوره کې دامن پوښتنې ته خلکو هم دا يو جواب ورکولو چې خارجي عناصر پاکستان په ارام نۀ پريږدي اؤ دلته دټولو ستونزو ذمه دار هم دغه بهرني عناصر دي
فخرکاکاخيل وائي دا يو لويې پرمختگ دى چې اوس عام اولس، پارليمان ، ميډيا اؤ ټول اړخونه ، لږ تر لږه دې نکتې ته ورورسيدل ، چې که مونږ دخارج ستونزې يو اړخ ته کيږدو، نو ځينې شيان ، خو زمونږ دلاسه وران دي اؤ دخپله لاسه راپيښې ستونزې به مونږ ته پخپله دمينځه وړل وي
هغه وويل ترڅو چې زمونږ خپل کور سم شوى نۀ وي حالات به نۀ ښه کيږي اؤ دا د ډاډ خبره ده چې اوس مونږ ته پخپل کور کې دخپل کمي اؤ ناکامو احساس هم شوى دى
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG