لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په ټیسټ کرکټ کې د نړۍ وړمبۍ درجه ترلاسه کړه


د برطانيي گارډین ورځپاڼه وايي د پاکستان خلاف سیریز کې د انگلینډ بې خونده کارکردگۍ انگلینډ د وړمبۍ درجې نه محرومه کړو گني نو انگلینډ به په رینکنگ کې وړمبۍ درجې ټیم و
د برطانيي گارډین ورځپاڼه وايي د پاکستان خلاف سیریز کې د انگلینډ بې خونده کارکردگۍ انگلینډ د وړمبۍ درجې نه محرومه کړو گني نو انگلینډ به په رینکنگ کې وړمبۍ درجې ټیم و

د انټرنیشنل کرکټ کاونسل د درجه بندۍ ترمخه پاکستان په ټیسټ کرکټ کې وړمبۍ درجې ته رسیدلی دی.

د ايي سي سي ترمخه، د نړۍ د ټیسټ په ١٠ ټیمونو کې د پاکستان پسې هندوستان په دویمه او اسټریلیا په دریمه درجه ولاړ ټیمونه دي.

د کال ٢٠٠٣ راهسې کله چې د ټیسټ درجه بندي شورو شوي ده، دا وړمبی ځل دی چې پاکستان وړمبۍ شمیرې ته رسیدلی دی.

پاکستان په ٢٥ میچونو کې په ٢٧٦٧ پواینټونو په وړمبۍ شمیره، هندوستان په ٢٥ میچونو کې په ٢٧۴٨ پواینټونو په دویمه شمیره او اسټریلیا په ٣٦ میچونو کې په ٣٩٠٥ پواینټونو په دریمه درجه ولاړ دی.

د برطانيي گارډین ورځپاڼه وايي د پاکستان خلاف سیریز کې د انگلینډ بې خونده کارکردگۍ انگلینډ د وړمبۍ درجې نه محرومه کړو گني نو انگلینډ به په رینکنگ کې وړمبۍ درجې ټیم و.

ورځپاڼه وايي هندوستان یوازې د دوو هفتو دپاره په وړمبۍ درجه ولاړ و خو ویسټ انډیز سره د باران په وجه په ورستي سیریز کې د ټیسټ ختمیدو په وجه هندوستان دغه اعزاز د لاسه ورکړو.

گارډین وايي د یو داسې ټیم دپاره چې د خپل کور په میدان يي د کال ٢٠٠٩ راهسې میچ نه دی لوبولی، پاکستان دپاره ټیسټ کې وړمبۍ درجه د خصوصي اعزاز خبره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG