لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د اور ګاډو په ټکر کې لږ تر لږه 40 تنه مړه، د 100 نه زیات کسان زخمیان شوي


د پاکستان په سيند صوبه کې د ګل، دوشنبې، په سهار دوه اور ګاډي ټکر شوي او د ورستي رپورټونو ترمخه په پېښه کې لږ تر لږه 40 مسافر مړه شوي او د 100 نه زیات کسان زخمیان شوي.

دغه پېښه نن د ګل/دوشنبې په ورځ د سيند صوبې په ګوټکي کې رامنځته شوې ده.

د السوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه په حادثه کې لږ تر لږه 40 کسان مړه شوي او د 100 نه زیات کسان زخمیان شوي دي.

ويل شوي دغه اور ګادي چې په ټکر شوي ملت اېکسپرېس اورګاډی د کراچۍ نه سرګودهې نه او سرسيد اېکسپرېس د پېنډۍ نه کراچۍ ته په لار وو.

راپورونه وايي د اور ګاډو د ټکر کېدو له امله د دواړو اور ګاډو نزدې 14 ډبې د پټلۍ نه لاندې غورځېدلي دي.

په موقع موجود د رېلوی او پوليس چارواکو ويلي د اور ګاډو د ټکر په ځای امدادي کارونه روان دي.

ويل شوي د اور ګاډو ځينې ډبې په يو بل کې نښتي او د غټې مشينرۍ د لارې به هغه کټ کول کيږي او پکې ګېر خلک به راویستل کیږي.

چارواکي ويره څرګندوي چې په ډبو کې اوس هم داسې امکان دی چې ځینې مسافر ګېر دي او په پېښه کې يې د مړو شمېره زياتېدی شي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او د پېښې د پلټنو لارښوونه يې کړې ده.

د سيند صوبې وزيراعلی مراد علي شاه هم په پېښه د خفګان سره چارواکو ته د متحرک کېدو لارښوونه کړې ده.

په پاکستان کې وخت په وخت د اور ګاډو پېښې مخې ته راځي او مرګ ژوبلې پکې کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG