لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي ضلعو ولس اوس هم د اپیل، وکیل او دلیل حق نلري، د سیمې نمایندګان او اوسېدونکي وايي 


د شمالي وزیرستان نه منتخب شوی د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي چې سیمه کې د پولیس نظام فعاله نه دی، د امنیت، عدالت او انتظامي چارې هم هغه رنګه د اېف سي ار د نظام په رنګ روانې دي
د شمالي وزیرستان نه منتخب شوی د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي چې سیمه کې د پولیس نظام فعاله نه دی، د امنیت، عدالت او انتظامي چارې هم هغه رنګه د اېف سي ار د نظام په رنګ روانې دي

د پاکستان د قبایلي ضلعو یا د پخوانۍ فاټا ولس او منتخب نماېندګان وايي دوه کاله وشول چې په خېبر پښتونخوا کې ورګډ کړل شوي دي خو اوس هم د اپیل، وکیل او دلیل د حق نه محرومه دي.

د پاکستان حکومت دوه کاله وړاندې په ایین یا اساسي قانون کې ترمیم دلارې د افغانستان پولې په پوله پرتې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړې.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي دوی اوس هم د پخواني اېف سي ار قانون په ډول حالاتو کې ژوند کوي.

د شمالي وزیرستان نه منتخب شوی د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي چې سیمه کې د پولیس نظام فعاله نه دی، د امنیت، عدالت او انتظامي چارې هم هغه رنګه د اېف سي ار د نظام په رنګ روانې دي.

میرکلام وزیر وویل چې تر اوسه په ۲۸۰۰۰ خاصه دارو او لیویز فورس کې یواځې تر څلورو زرو پورې عسکر پولیس کې ورګډ کړل شوي او پاتې عسکر په دوه کې حیران پراته دي، نه پوهېږي چې څه وکړي؟

هغه زیاته کړه د باجوړ نه تر وزیرستان پورې سیمو لپاره جوړ عدالتونه په نزدی ضلعو کې جوړې کړې شوي دي چې د خلکو په اسانه رسايي ورته نشته، دغه ولس اوس هم د اپیل، وکیل او دلیل د حق نه محرومه دي. یو شمېر خلک د کمزوري پولیس نظام او عدالتونو د نیشوالي لا امله په وړو وړو مقدماتو کې په جېلونو کې پراته دي.

د مومندو سیمې نه منتخب شوی د صوبايي اسمبلۍ غړی او د فاټا سیاسي اتحاد ممبر نثار مومند وي او ډیوه ته ویلي چې د پخوانۍ فاټا انضمام وروسته ددغه سیمو ولس سره شوې یو لوظ هم په کره توګه نه دی پوره کړی شوی.

نثار مومند یادونه وکړه چې په پارلیمان کې د شوي قانون سازۍ هیڅ خیال نه ساتلی کېږي. د لیویز فورس په پولیس کې د ضم کېدو خبره په ځای پرته ده، د اېن اېف سي دلاندې درې فیصده برخه د دوه کاله تېرېدو باوجود نه ده ورکړی شوې او د لسو کالو پورې هر کال د پرمختیا منصوبو لپاره ۱۰۰ اربه روپو وعده هم نشوه پوره.

نثار مومند وايي چې تېر کال په ضم کړی شوو سیمو کې د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې وکړی شوې، ددغه سیمو نه ۲۱ غړي اولس منتخب کړل خو ددغه ممبرانو سره صوبايي حکومت هیڅ قسمه مشاورت نه کوي او دوي حکومتي خوي نه سخت مایوسه شوي دي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکې یو قانون پوهه عبدالرحیم بېټنی وايي چې د اېف سي ار نه ستړی ولس په یوشتمه پېړۍ کې هم د سیاسي، بشري او بنیادي حقونو نه محرومه دي.

بېټني وویل چې د سیمې عدالتونه او انتظامي دفترونه یې په نورو ضلعو کې کار کوي، د امنیت د ادارو او انتظامي افسران د اختیاراتو لپاره خپلو کې د یوبل سره په جنګ دي. او د اولس ستونزې ورځ تر بله زیاتېږي.

هغه وايي دوي مجبوره شوي چې اعلا عدالت ته لاړ شي او خواست وکړي چې دغه اهم دفترونه دې خپلو سیمو ته انتقال کړی شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG