لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

يونېسکو: پاکستان کې اردو د نورو قامونو لپاره د خفګان سبب


اردو ژبه د پاکستان په ابادۍ کې د اته فيصده نه په کمو کورونو کې وئيل کيږي ولې بيا هم په ټول هېواد کې د زده کړو ژبه ګرځول شوې ده

د ملګرو ملتونو د تعليم،سائنس او کلتور نړيوالې ادارې يونيسکو لخوا د مورنو ژبو د ورځې په مناسبت خپور شوي يو راپور کې وئيل شوي چې پاکستان کې د ګڼو ژبو په ټولنه کې ماشومان په سکولونو کې په اردو ژبه کې زده کړو باندې مجبور دي ، دا په لږکيو او نور ژبو ويونکو کې په پراخه کچه د سماجي او کلتوري بې تولې سبب ګرځېدلی دی .

د ملګرو ملتونو ادارې د مورنو ژبو د ورځې نمانځلو په ورځ جاري کړي پاليسي راپور کې د ګڼو قومونو يا بيلابيلو ژبو ويونکو ټولنو والا ملکونو چې پکې پاکستان، بنګله دېشن، ترکي، نيپال او ګوئټې مالا شامل دي په دغو حکومتونو يې غږ کړی چې دا خبره يقيني کړي چې ماشومانو ته په هغو ژبو کې زده کړې ورکړي په کومو چې دويې پوهيږي .

راپور کې وئيل شوي چې اردو ژبه د پاکستان په ابادۍ کې د اته فيصده نه په کمو کورونو کې وئيل کيږي ولې بيا هم په ټول هېواد کې د زده کړو ژبه ګرځول شوې او په داسې کولو سره د دې له کبله ملک د سياسي کړکېچ ښکار دی .

د مورنو ژبو د ورځې په مناسبت د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د خېبرپښتونخوا صوبې مشر مختار يوسفزی ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل ،

" د دنيا اصول دا دي چې يو کثيرالقومي ملک وي په هغه کې به د قومونو برابري وي د قومونو ژبې به قومي ژبې وي، مونږ د اردو او انګرېزۍ مخالف نه يُو مونږ وايُو چې پښتنو بچو ته دې لوسته په پښتو ژبه کې کيږي زمونږ د عدالت او تجارت ژبه دې پښتو وي، اردو دې په پاکستان کې دمختلفو قومونو د رابطې دپاره د يو مضمون په حيثيت وي" .

نوموړي وويل پاکستان کې دې پښتو، بلوچي، سندهي، پنجابي او سرائيکي قامي ژبې وګرځول شي ځکه چې اردو هډو د دې سيمې ژبه نه ده .

د يونيسکو راپور کې وئيل شوي چې په کال ۱۹۴۷م کې اردو د قامي ژبې او په سکولونو کې د زده کړې ژبې ګرځولو سره د پاکستان شپږو غټو او ۵۸ وړو ژبو په ملک کې د پردي والي احساس وموندو .

د راپور ترمخه هم دغه وجه وه چې د بنګال د جدا کېدو بنياد د کال ۱۹۵۲م هغو احتجاجونو کېښود چې بنګالي زده کړو کوؤنکو د بنګالي ژبې د پام غورځولو په مهال پېل کړي وو او په دغه لړ کې يو تحريک راولاړ شوی ؤ .

پوهاند ډاکټر ګل مرجان وايي مونږ ټه په مورنۍ ژبه کې زده کړې نه راکول کيږي ځکه مونږ سم نه پوهيږو .

" دوي اردو ژبه دمذهب سره تړي چي اسلام او اردو سره وتړل شو نو د مينځه واړه قوميتونه ورک کړی شول، په ژبه کې ستا تاريخ، کلتور، دود او دستور دی، پاکستان کثيرالقومي رياست دی د هغې د نفي کولو دپاره دوي اردو راواخسته او په نورو قومونويې مسلط کړه"

هغه وويل د مومن خان او شيرنۍ قيصه راته په پښتو کې وکړه هغه رانه ټول عمر نه هيريږي او د قائداعظم څوارلس نکات ماته ټول عمر نه ياديږي ځکه چې هغه په اردو کې دي زه پرې نه پوهېږم .

د يونيسکو ترمخه د مورنۍ ژبې نه پرته په بله ژبه کې زده کړې په ماشومانو منفي اغېزې کوي او د وړمبنو شپږو کالو دپاره ماشوم ته په خپله ژبه کې تعليم ورکول د هغه زده کړې دوامداره ساتي .

راپور وايي د ۴۰ ملکونو په جاج اخستو کې ورته معلومه شوې ده چې د نيمې نه په زياتو ملکونو کې په خپلو مورنو ژبو کې ماشومانو ته د زده کړو دپاره استازان نه تربيه کوي ، او وايي استازان په يو کلاس کې د ګڼو ژبو د شاګردانو د زده کړو د ضرورتونو نه بې خبره وي .

راپور زياتوي په ډېرو ملکونو کې ماشومانو ته په داسې ژبو کې زده کړې ورکړی کيږي او امتحانونه ترې اخستل کيږي چې هغوي يې په کورونو کې نه وايي،او زياتوي دا ضروري ده چې د نصاب کتابونه په هغو ژبو کې جوړ کړی شي په کومو چې ماشومان پوهيږي .

د مورنو ژبو د ورځې په مناسبت نن په پېښور، کوئټه او کراچۍ کې د پښتنو قام پرستو ګوندونو، شاعرانو ليکوالانو او زده کړو کوؤنکو تنظيمونو لخوا دستورې راجوړې شوي او دويې غوښتنه کوي چې پښتو دې د پښتونخوا وطن سرکاري، تدريسي، عدالتي او تجارتي ژبه وګرځول شي .
د مورنو ژبو د ورځې په مناسبت د يونيسکو د راپور تفصيل د ډيوه خبريال حميدالله په غږ دلته اورېدی شئ .

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG