د افغانستان او پاکستان پاره د امریکې خصوصي استازې رچرډ هالبروک وئیلې امریکا به د پاکستان د سیلاب ځپلو خلکو امداد او د سیلا ب د لاسه تباه شوې سیمو د بیا رغونې د پاره نیم ارب ډالرو مالي امداد ورکوي.
هالبروک اوئیل ددې علاوه امریکا به پاکستان ته د ٥٠٠ میلینو ډالرو اضافي امداد هم ورکوي.
د پاکستان سرښار اسلام آباد کې د پاکستان ډویلپمنټ فورم غونډې ته وینا کې هالبروک اوئیل وخت راغلی دی چې د بیا ودانولو کارونه تند کړی شي، د سیلاب ځپلوخلکو د پاره مستقل د سرپناه ځایونه جوړ کړی شې، د هغوې مال حال ته رسیدلی نقصان پوره کړی شې، د کرکروندې نظام بیا په ځائې کړی شې او چې ماشومان بیا سکولونو ته تگ شورو کړی شي او دا رنگ د معمول ژوند بیا شورو شي.
پاکستان ته دا اضافي مالې امداد د ٧.٥ اربه ډالرو هاغه پنگې نه ورکړی کیږي چې امریکا به يي پاکستان ته د غیر پوځې امداد په مد کې ورکوي.
دا پیسې د هاغه ٥٠٠ میلینه ډالرونه علاوه دي چې امریکې پاکستان ته د سیلاب سملاسي ورستو ورکړې وې.
رچرډهالبروک اوئیل چې د پیسو په خرڅ کې شفافیت به پاکستان دا یقیني کوي چې د پاکستان ملاتړ جاري وساتلی شي.
هالبروک اوئیل د امداد جارې ساتلو د پاره ضروې ده چې د امریکې ټیکس ورکونکې وولس ته ووښودلی شې، څوک چې پاکستان کې د ټیکس ورکونکو نه د ټیکس زیاته شرح ادا کوي چې پاکستان ته ورکړی کیدونکی امداد ضرورت مندو نه وورسولی شي، او په پاکستان کې شته من خلک هم د خپلې برخې ټیکسونه ادا کې.
پاکستان ډویلپمنټ فورم ته خپله وینا کې د پاکستان وزیراعظم يوسف رضا گیلاني اوئیل چې د سیلاب د لاسه نقصان پوره کولو د پاره به د اربونو ډالرو ضرورت وي.
یوسف رضا گیلاني اوئیل پاکستان په بیړنۍ توگه ددې جوگه شوی دی چې د سیلاب او ترهگرۍ د مشکلاتو مخنیوی ووکړی شي، خو اوس هم د راتلونکې اوږدې مودې مشکلات پراته دي او د بیا رغونې د پاره به د اربونو ډالرو ضرورت دی.
یوسف رضا گیلاني د امداد کونکو هیوادونو نه غوښتنه ووکړه چې د بنیادي اصلاحاتو د پاره دې د پاکستان حکومت ته نور وخت ورکړې ځکه چې په دې مد کې کار لا جارې دی.
وزیراعظم یوسف رضا گیلاني حکومت ته مخ د مشکلاتو ذکر هم ووکړو.
ښاغلی گیلاني وائې لکه د نورو پرمخته تلونکو هیوادونو په رنگ پاکستان کې هم د شفافیت، ډ بډورشوتونو او د حکومت چولو مسائل موجود دي.
ورلډ بینک یا نړي وال بینک او ایشیائې ترقیاتي بینک پاکستان کې د سیلاب په وجه د نقصان اندازه ٩.٧ اربه ډالره لگولې ده.
خو پاکستانې چارواکې وائې د هیواد بنیادي اسانتیاو او د سیلا ب ځپلو سییمو د بیا ابادولو د پاره به د ٣٠ اربه ډالرو ضرورت وي.