لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند پرخلاف د پاکستان د اېف ١٦ الوتکو په کارولو د امریکې بندیز نشته


د هندي پایلټ جهاز د فېبرورۍ په ٢٧ د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر دپاسه په مزایل لگېدلی و او هندي پایلټ ځان د جهاز نه په چترۍ ویستلو او د پاکستان د انتظام دلاندې کشمیر کې روغ کوز شو. دوه ورځې وروسته پاکستان ابهي انندن ورته من هندوستان ته وسپارلو
د هندي پایلټ جهاز د فېبرورۍ په ٢٧ د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر دپاسه په مزایل لگېدلی و او هندي پایلټ ځان د جهاز نه په چترۍ ویستلو او د پاکستان د انتظام دلاندې کشمیر کې روغ کوز شو. دوه ورځې وروسته پاکستان ابهي انندن ورته من هندوستان ته وسپارلو

د امریکې سره د پاکستان د ایف ١٦ جهازونو معاهده پاکستان دغه الوتکې د هندوستان خلاف د استعمال نه نه منع کوي او د هندوستان دا دعوه غلطه ده چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ په ورستۍ جگړه کې هند د پاکستان یو اېف ١٦ جېټ غورځولی دی. دا خبرې د امرېکې معتبرې مجلې فارن پالېسي خپل یو تازه رپورټ کې کړې دي.

فارن پالېسي د امریکې د دوو دفاعي مامورینو له قوله لیکلي چې امریکايي چارواکو په ورستیو ورځو کې د پاکستان اېف ١٦ جهازونه شمارلي او یو هم پکې نه و کم.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې خبریال ایازگل د اسلام آباد څخه په خپل رپورټ کې لیکلي چې د هغه امریکايي مامورینو شناخت نه دی شوی چې فارن پالېسي ویلي د پاکستان د اېف ١٦ جهازونو حساب یې کړی دی خو د هند سره د جگړې وروسته ورته پاکستان وته بلنه ورکړی وه چې دغه جنگي الوتکې وشماري.

فارن پالېسي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شائع شوي خپل رپورټ کې لیکلي چې د امریکايي مامورینو دا موندنې د هندي مامورینو دعوه ردوي چې د هندوستان د هوايي پوځ پایلټ ابهي انندن ورته من د خپل جهاز غورځېدو نه وړاندې د پاکستان یوه اېف ١٦ الوتکه نسکوره کړې وه.

د هندي پایلټ جهاز د فېبرورۍ په ٢٧ د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر دپاسه په مزایل لگېدلی و او هندي پایلټ ځان د جهاز نه په چترۍ ویستلو او د پاکستان د انتظام دلاندې کشمیر کې روغ کوز شو. دوه ورځې وروسته پاکستان ابهي انندن ورته من هندوستان ته وسپارلو.

فارن پالېسي په خپل رپورټ کې لیکلي امریکايي مامورینو په پاکستان کې دننه د اېف ١٦ جهازونو شمېره کړې ده چې د پېښې په اړه د هندوستان په دریځ پوښتنې راپورته کوي او دا نظر لري چې ممکنه ده چې هندي مامورینو نړیوالې ټولنې ته د پېښې په اړه غلط معلومات ورکړې وي.

امریکې او هندوستان د فارن پالېسي رپورټ په اړه په رسمی ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ ویلي وو د هندوستان سره په جگړه کې یې د هندوستان دوه هوايي جهازونه غورځولې وو خو هندوستان دغه خبره ردوي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ ترجمان د فارن پالېسي مجلې د رپورټ هرکلی وکړو او وې ویل ریښتیا نه پټېږي. د پوځي ترجمان مېجر جنرل اصف غفور د سماجې رابطې وېب پاڼه ټوېټر وویل وخت راغلی چې هندو د هغه په قول د دروغو دعوو پرځای حقیقت ووايي چې پکې هغه جهاز هم شامل دی چې پاکستان د هندوستان دننه غورځولی دی.

د هندي او پاکستان هوايي ځواکونو د جگړې نه یوه ورځ وړاندې هندوستان د پاکستان په بالاکوټ کې بمباري کړې وه او ویلي یې وو په حمله کې یې د جېش محمد ډلې مرکز تباه کړی دی. جېش محمد د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر په پلوامه ښار کې په هندي پوځ د حملې ذمه واري په غاړه اخېتسې وه. د پلوامه په حمله کې د ۴٠ نه زیات عسکر ووژل شو.

هند وویل د بالاکوټ په حمله کې گڼ شمېر وسله وال ووژل شو خو پاکستان وايي د هندوستان په حمله هیڅ تلفات نه وو شوي.

فارن پالېسي مجلې په خپل رپورټ کې وویل د پاکستان سره د جگړې وروسته هندوستان د امریکې نه پوښتنه وکړه چې ایا د اېف ١٦ جهاز استعمال په پاکستان د دغو جهازونو خرڅولو د معاهدې خلاف ورزي خو نه ده؟ خو مجلې په خپل رپورټ کې د یو امریکايي چارواکی له قوله وویل د اېف ١٦ معاهده کې د الوتکو په استعمال هیڅ قسمه حدونه نه دي ټاکل شوي.

بل امریکايي چارواکي فارن پالېسي ته وویل دا به ډیره د ناپوهۍ خبره وي چې په پاکستان به داسې ډول الات خرڅېدی شي چې غرض به یې په جنگ کې د استعمال نه وي.

جنرل غفور د جمعې په ورځ د غورځېدلې هندي جهاز تصویرونه هم شریک کړي چې د هغه په قول ښيي د جهاز څلور واړه مزایلې پرځای دي او ښيي چې چې د پاکستانۍ الوتکې په ضد نه دي استعمال شوي.

هندي مطبوعات او د حکومت مخالف گوندونه د وزیراعظم نرندره مودي نه غوښتنه کوي چې په بالاکوټ کې په هوايي برېدونو کې د وسله والو د وژل کېدو پبوتونه دې وړاندې کړي. مطبوعاتو او د ښاغلي مودي مخالفین وايي وزیراعظم د انتخاباتو نه وړاندې د سیاسي گټو په خاطر په بالاکوټ کې پوځي عملیات وکړل.

خو په واشنگټن کې د وېلسن سېنټر نومې ادارې څېړونکي مایکل کوگلمېن د فارن پالېسي رپورټ په اړه وویل د هند دپاره دا یوه بله ضربه ده او ممکنه ده چې د انتخاباتو نه وړاندې نورې سیاسي پایلې هم رابرسیره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG