لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي ډلې د امريکا سفر احتجاجاً منسوخ کړى دى


د پاکستان پوځي ډلې د امريکا سفر احتجاجاً منسوخ کړى دى
د پاکستان پوځي ډلې د امريکا سفر احتجاجاً منسوخ کړى دى

پاکستان دامريکا ددفاع دمحکمې په بلنه د” سينټ کام“ په غونډه کې گډون لپاره امريکا ته ليږل شوى دلوړې کچې ديو پوځي هيئت ددورې احتجاجاً منسوخولو سره دغه ډله بيرته هيواد ته بللې ده.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس پخپل يو لنډ بيان کې وئيلي دي امريکائي ټرانسپورټ امنيتي ايجنسۍ په واشنگټن ائرپورټ دهيئت دغړو غيرضروري امنيتي چيکنگ وکړو چې وروستو پرې دامريکا ددفاع محکمې بخښنه هم وغوښته.
خو جنرل عباس وويل ددغه پيښې څخه وروستو احتجاجاً په پاکستان کې پوځي چارواکو دهيئت ددورې منسوخولو سره ددغه ډلې دبيرته راغوښتو فيصله کړې ده.
ورځپاڼه واشنگټن پوسټ وائي د ” سينټ کام“ په غونډه کې دبرخې اخستو په غرض دفلوريډا رياست ټيمپا ښار ته دتللو لپاره دپاکستان دپوځي افسرانو هيئت په ډلس ائرپورټ يو جهاز کې سور شوى ؤ.
ديونائيټډ ائرلائنز کمپنۍ وينا ده يو پاکستاني پوځي جنرل دجهاز دکوربه سره بدزباني وکړه چې په دې عملې دائرپورټ سيکورټي سره په سم لاسي توگه رابطه وکړه او هيئت دجهاز څخه راکوز کړل شو.
خو پاکستاني چارواکي وائي چې يو مسافر دجهاز عملې ته گيله کړې وه چې هغه دهيئت څخه خطره محسوسوي.
په ډيلس ائرپورټ چارواکو پاکستاني پوځي افسران دڅو گينټو پورې په حراست کې دساتلو وروسته خوشې کړل.
دپوځي ډلې غړو دامريکائي چارواکو دبدې رويې څخه گيله وکړه چې په دې هغوي ته داسلام اباد څخه امر وکړل شو چې په سملاسي توگه دې هيواد ته راوگرځي.
دپاکستاني چارواکو وينا ده چې دحراست په مهال هيئت ته دپاکستاني سفارت کارو يا امريکائي پوځي افسرانو سره درابطې اجازه هم نۀ وه ورکړل شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG