لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې ماشومانو ته د وېکسین  نه لګولو په وجه، اته سکولونه تړل شوي دي


د خېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې ضلعي انتظاميې ماشومانو ته د شري، روبيلا او پوليو په ضد وېکسين او قطري ورکولو څخه په انکار کولو اته (۸) غير سرکاري سکولونه تړلي دي.

د ضلعي انتظاميې د وينا ترمخه د سکولونو مالکان د ځايي افسرانو لخوا په بيا بيا درخواست وروسته هم نه دي قانع شوي او ماشومان يي نه دي وېکسين کړي.

د ضلعي انتظاميې يو افسر د نوم نه ښودلو په صورت کې وي او ای ډيوه ته وېلي، "په پېښور شاهين مسلم ټاون، دله زاک روډ، فقير آباد، چارسده روډ، ګل آباد، حيات آباد او ځيني نورو سېمو کې د ضلعي انتظاميې په وينا ماشومان ويکسين کړی شوي دي خو ځيني سکولونو کې لاهم ماشومان ويکسين کولو ته چمتو نه دي".

د انتظاميې وينا ترمخه دغه تړل شوي سکولونه نيغ په نيغه اويا د ماشومانو پلرونو لخوا منعې کولو روسته انکاري شوي دي.

وي او ای ډيوه د پېښور شاهين مسلم ټاون يو سکول مالک سره د خبرو کولو هڅه کړي خو بريالي شوی نه دی.

د ياد سکول مالک په دي موضوع د خپل موقف وړاندي کولو نه ډډه کړې ده خو د صحت چارواکو په وينا دغه سېمې خلک بغير د څه وجې د پوليو قطرو او ټيکې لګولو نه انکاريان دي.

د صحت کارکوونکي وايي، "ځيني خلک په دې هم اعتراض کوي چې پوليو ټيمان ولې د شري او روبيلا مهم برخه دي؟ دوی وايي څو ورځي وړاندي پوليو مهم چلېدلی "نو بيا ولې په ټيکو مهم کې ماشومانو ته پوليو قطري ورکولي شي؟"

بلخوا د خېبرپښتونخوا د صحت محکمه وايي دغه کمپاين کې پېښور کې يواځې 63 فيصده تر ټولو کم هدفي ماشومان وېکسين شوي دي. د دې ترڅنګ خېبر ضلع کې په دويم نمبر تر ټولو کم 95 فيصده ماشومانو هدف ترلاسه شوی دی.

د صحت محکمې رپورټ ترمخه دغه کمپاين پر مهال 29 ضلعو کې سل فيصده يا دي نه سېوا ماشومان وېکسين شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې وينا ترمخه صوبه کې غوره کمپاين شوی دی خو په ځينو کې پاتي ماشومانو د پاره به د صحت ټېمونه تر دوه نورو ورځو پورې هلې ځلې کوي.

د صحت محکمې لخوا ماشومانو ته د شري اوروبيلا په ضد ټيکې لګولو څخه پاتې شوي سېمو نومونه نه دي ښودلې شوي.

په خېبرپښتونخوا کې د 15م نومبر نه تر 27م نومبر پورې د شري، روبيلا او پوليو په ضد دولس ورځني کمپاېن پيل شوی و کوم چې تيره ورځ پايي ته ورسېد.

دغه ملکي کچ کمپاېن کې د نهو مياشتو نه تر 15 کالو پورې 96 ملينه ماشومانو ته د شري او روبيلا په ضد ټيکې لګول هدف و۔ خېبرپښتونخوا کې 15 اشاريه 7 ملينه ماشومان د ټيکو هدف و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG