لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د تشدد په پیښو ٧ کسان وژل شوې

د پاکستان خیبر پوښتونخوا سرښار سره نزدې پبو کلې افغانستان کې میشته نیټو عسکرو ته سامان وړونکو ټرکونو باندې حمله شوې ده. په تنیجه کې يي ۴ کسان زخمیان شوې دي.
د پاکستان خیبر پوښتونخوا سرښار سره نزدې پبو کلې افغانستان کې میشته نیټو عسکرو ته سامان وړونکو ټرکونو باندې حمله شوې ده. په تنیجه کې يي ۴ کسان زخمیان شوې دي.

د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلې سیمه کې بې پائلټه هوائې جهاز حمله کړی چې په نتیجه کي يي پنځه مشکوک جنگیالي وژل شوې دي اود خیبر پوښتونخوا صوبې په صوابۍ ضلع کې په پولیسو ځانمرگي برید کې یو د پولیسو چارواکی وژل شوی دی.

په صوابۍ کې د گل په ورځ شوې حمله کې څلور نور کسان زخمیان شوې دي. پاکستاني مطبوعاتي رپورټونه وائې حمله د صوابۍ په شاه منصور کلې کې د پولیسو په مرکز باندې شوې چې پکښې دوه پولیس وژل شوې دي.

بل اړخته، د پاکستان ډان ورځپاڼې خپل یو رپورټ کې وئیلې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پخواني مشر، بیت الله محسود رور، یعقوب خان، د نامعلومه کسانو په ډزو کې وژل شوې دي. بیت الله محسود خپله تیر کال د ډرون هوائې جهاز به حمله کې وژل شوی دی.

په صوابۍ ضلع کې په پولیسو د برید په حقله رپورټونه وائې پولیس چارواکو د ځانمرگه حمله کونکې مخه ونیوله کله چې هغه کوشیشو کولو چې د پولیسو مرکز ته وردننه وځي. رپورټونه دا هم وائې چې حمله کې څلورو جنگیالو برخه اخسته چې یو پکښې پولیسو سره په ډزو کې وژل شوې او دوه نور په تښیدو کې کامیاب شوې دي.

د تشدد په بله پیښه کې پیښور سره نزدې پبو کلې کې جنگیالو په افغانستان کې میشته د نیټو او نورو نړې والو ځواکونو ته سامان وړونکو ټرکونو باندې ډزې کړې دې او په نتیجه کې يي څلور کسان زخمیان شوې.

او د گل په ورځ د شمالي وزیرستان په حیدرخیلو سیمه کې بې پائلټه هوائې جهاز یا ډرون یو کور په نخښه کړې دی چې پکښې لږ ترلږه پنځه مشکوک جنگیالي وژل شوې دي. د وژل شوؤ کسانو شناخت په حقله څه معلومات نه دې رامنځته شوې.

په دې ورستۍ موده کې د پاکستان په قبائیلي سیمو کې د طالبانو او القاعده خلاف د ډرون حملې سیوا شوې دي. پاکستان ددغه حملو غندنه کوي او دا د خپلې خپلواکۍ سرغړونه بولي. امریکائې چارواکې په رسمي توگه ددې تصدیق نه کوي چې دغه بریدونه امریکائې ځواکونه ترسره کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG