لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ډرون بریدونو٩ کسان وژلې

پاکستان کې ډرون بریدونو٩ کسان وژلې
پاکستان کې ډرون بریدونو٩ کسان وژلې

د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلې سیمه کې د اتوار په ورځ د ډرون په دوؤ حملو کې لږ تر لږه نهه مشکوک جنگیالي وژل شوې دي.

چارواکې وائې وړمبی برید د شمالي وزیرستان په غلام خان تحصیل کې په یو گاډي شوی دی. د چارواکو د وینا ترمخه په گاډې باندې پنځه مزائیل داغلی شوې او په نتیه کې په گاډې کې سواره پنځه واړه کسان وژلی شول.

دویم برید د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میران شاه نه په غرب کې په مده خیلو سیمه کې شوی دی چې په نتیجه کې يي څلور مشکوک جنگیالي وژلی شول.

د امریکې لخوا د پاکستان په قبائیلي سیمو کې د بې پائلټه جهازونو یا د ډرون په حملو کې زیاتوالی راغلی دی او د ستمبر د میاشتې نه واخلې تر دا وخت پورې د افغانستان سره نزدې د پاکستان په سرحدې علاقو کې ۴٠ بریدونه شوې دي.

امریکائې چارواکې په رسمې توگه ددغه حملو تصدیق نه کوي. پاکستاني چارواکې وائې د ډرون حملو غندنه کوي، وائې دا پاکستان د خپل واکۍ سرغړونه ده.

هم په شمالي وزیرستان کې د تشدد په بله پیښه کې د دریو کسانو مړې موندلی شوې دي. د مړو سره پریښودلی شوې یو پیغام کې په دوې تور لگول شوی ؤ چې د امریکې د پاره يي جاسوسي کوله.

او په بلوچستان کې د تشدد په یوه پیښه کې د پولیسو په گاډې ډزو کې څلور پولیس چارواکې وژل شوې دي. د حملې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو حکومتي چارواکې دداسې قسمه حملو ذمه وارې اکثر د بیلتون خوښه بلوچ ډلو په غاړه اچوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG