لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان قبائیلي سیمه کې ځانمرگي بریدونه، ٥٠ کسان مړه


غلنۍ کې په ځانمرگي بریدونو کې زخمي یو کس دطبي امدادد پاره وړلی کیږي
غلنۍ کې په ځانمرگي بریدونو کې زخمي یو کس دطبي امدادد پاره وړلی کیږي

د پاکستان په مومندو قبائیلي سیمه کې ځانمرگي حمله کونکو د حکومتي چارواکې په دفتربرید کړی، په نتیجه کې يي د رپورټونو ترمخه تر ٥٠ ؤ پورې کسان وژل شوې او تر ١٠٠ؤ پورې نور کسان زخمیان شوې دي.

د مومندو مرکزي ښار غلنۍ کې پولیټیکل ایجنټ امجد علي خان خبرې ادارو ته د پېیښې په ځائې کې وئیلې دؤو ځانمرگي حمله کونکو چې د خاصه دارو جامې يي اغوستې وی د هغه دفتر په نخښه کړی چې یو پکښې د هغه د نائب دفتر ددننه ځان پورې تړلې چاؤدیدونکې مواد خلاص کړې او دویم تن هاغه وخت ځان پورې تړلی بم خلاص کړو کله چې هغه اونیولی شو.

په وژل شوؤ کسانو کې دوه د ټیلې وژن صحافیان هم شامل دي.

امجد علي خان وئیلي ځانمرگي حمله کونکو په جیکټونو کې د ټوپک گولۍ استعمال کړې دي نو هم ددې په وجه په پیښه کې د تلافاتو شمیره دومره زیاته ده.

رپورټونو وائې د ١٠٠ ؤ نه زیات خلک چې پکښې حکومتي چارواکې، حکومت پلوه قبائیلي مشران او د طالبانو خلاف لښکر غړي شامل ؤ په دغه وخت د پولییټیکل ایجنټ دفتر په انگړ کې موجود ؤ. ویره څرگندیږي چې په حمله کې د زخمیانو او مړو شمیره زیاتیدی هم شي.

په اسلام آباد کې د امریکې سفارتخاني په مومندو کې د ترهگریز برید غندنه کړې ده او په پیښه کې د وژل شوؤ او زخمي شوؤ کسانو کورنیو سره يي د همدردۍ او د خوا ښوگۍ څرگندونه کړې ده.

د سفارتخانې د طرفه جاري کړې شوې بیان کې ویل شوې امریکا به د پاکستان او د پاکستان وولس سره د تشدد نه ډک تندروۍ ختمولو په لړ کې سنگ په سنگ ولاړه وي.

مومندو کې ځائې خبریالان وائې عمر خالد، چې ځان د مومندو ایجنسۍ د طالبانو امیرپه توگه معارفي کوي، په غلنۍ کې د پې ای په دفتر د حملې پړه په غاړه اخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG