لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ ځانمگرې حمله کې د مړؤ شمیره ۴٥ ته رسیدلې


د باجوړ په حمله کې د وژل شوؤ خلکو شمیره ۴٥ ته رسیدلې ده
د باجوړ په حمله کې د وژل شوؤ خلکو شمیره ۴٥ ته رسیدلې ده

د پاکستان په باجوړ قبائیلي سیمه کې شوې ځانمرگي حمله کې د مړؤ شمیره ۴٥ رسیدلې ده، پاکستاني طالبانو د حملې پړه په غاړه اخستې او امریکې او افغانستان صدرانو د پیښې غندنه کړې ده.

د امریکې صدر باراک اوبامه وئیلې باجوړ کې د خوراک د ویش په ځائې حمله نه يواځې د پاکستاني اولس بلکه د ټول انستانیت سپکاوی دی. د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گیلاني، د افغانستان صدر حامد کرزۍ او د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون هم د باجوړ د پیښې غندنه کړې ده.

بل خوا، د پاکستاني طالبانو یو ترجمان په باجوړ کې د ځانمرگې حملې پړه په غاړه اخستې.

چارواکې وائې باجوړ په حمله کې ۴٥ کسان وژل شوې او د ١٠٠ ؤ نه زیات نور کسان زخمیان شوې دي. رپورټونه وائې حمله وژل شوؤ د زیاترو خلکو تعلق د سالارزو قبیلې سره چا چې په تیر وخت کې د طالبانو خلاف نه یواځې د حکومت د کاروائې ملاتړ کړی بلکه د طالبانو خلاف يي لښکر هم جوړ کړی ؤ.

د باجوړ په مرکزي ښار خار کې د خالي په ورځ ترسره شوي ځانمرگي بريدپه حقله رپورټونه وائې دا په برقعه کې پټې یوې زنانه ترسره کړی دی.

رپورټونه وائې حمله کونکې د ملگرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروگرام یا ډبلیو ایف پې د خوارک د تقسیم مرکز کې راجمعه شوې کې د گنړې گونړې ځائې د ځان پورې تړل شوې چاؤدیدونکې مواد خلاص کړل.

خوراک د هاغه خلکو ته ورکړی کیدو چې په سیمه کې د اړې گړې په وجه بې کوره شوې ؤ.

امنيتي ځواکونو دبريد څخه وروستو ټوله سيمه پخپله ولکه کې واخسته اودشکمنو کسانو په ضد يې دلټونې عمليات پيل کړي دي.
دخوراک دنړيوالې ادارې ډبليو ايف پي په مرستې دغه راشن کارډونه په هاغو کورنيو ويشل کيدل چې اوس اوس خپلو کورونو ته ستنې شوې وې.
دډبليوايف پي وياند امجد جمال وائس اف امريکا ته وويل دراشن کارډ ترلاسه کولو وروستو په دغو خلکو خوراک ويشل کيږي.
هغه وويل کله چې دغه چاؤدنه وشوه نو هلته د200ؤ څخه تر 300ؤ پورې خلک موجود وؤ.
امجد جمال وويل دغه چاؤدنه دخوراک دويشلو دمرکزڅخه بهر ترسره شوې ځکه دډبليو ايف پي چارواکي او مقامي مرستندويان محفوظ پاتې شوي دي.
په خار کې دخوراک دنړيوالې ادارې دغه مرکز تړل شوى خو ترجمان وويل دهيواد په نورو برخو کې به جوړو مرکزونو څخه دخوراک ويش روان وي.
بل لوري ته سرچينې وائي دپاکستاني طالبانو دغورځنگ سره تعلق لرونکو څلورو تندروه کمانډرانو او نورو 9ؤ تندلارو وسلې غورځولې او د ترهه گريزو هلو ځلو څخه يې لاس اخستى دى.
دغه 13 ؤ تندلارو تيره ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ دباجوړ په چارمنگ سيمه کې ځانونه امنيتي ځواکونو ته په يوه قبائيلي جرگه کې سپارلي دي
.دکال 2008م داگست په مياشت کې دپاکستاني پوځ لخوا دتندلارو ضد عمليات پيل شوي وؤ چې پکې امنيتي ځواکونو دکاميابۍ ادعاوې کړې وې او انتظامي چارواکي وائي تر دې مهاله په باجوړ کې خواؤشا 1,500ؤ شکمنو تندلارو ځانونه قانون ته سپارلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG