لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په وزیرستان کې: پاکستان په "تپل شوې" جگړې کې جنگیدلی دی


د پاکستان وزیراعظم، عمران خان نن د گل/دوشنبې په ورځ د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه سره شمالي وزیرستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې پاکستان کې دننه جگړه، یوه تپل شوې جگړه وه او پاکستان ته د سر و مال په بیه تمامه شوه.

د پاکستان مشرانو، که هغه پوځي و او که واکمن سیاسي مشران و، تر اوسه یې په هغه هیواد کې د ترهگرۍ پروړاندې جنگ، د پاکستان خپل جنگ بللی و، خو عمران خان د پاکستان لومړی منتخب وزیراعظم دی چې دا د پاکستان خپله جگړه نه بولي.

شمالي وزیرستان، چې په دې وروستیو کې له خیبرپښتونخوا سره گډه کړای شوې ده، په تیرو کلونو کې د پاکستاني پوځ د پراخو پوځي عملیاتو شاهده پاته شوې وه.

پوره یوه هفته مخکې، د نوامبر پر ١٩مې هم عمران خان د ټرمپ په ځواب کې ځیني جنجالي ټویټونه ولیکل او د ترهگرۍ خلاف جگړه یې، د امریکا جگړه وبلله. عمران خان ولیکل: "د صدر ټرمپ غلطې دعوې، د پاکستان پر هغو زخمونو چې د وژل کیدو، بې ثباته کیدو، او معیشتي زیانونو له اړخه یې د امریکې د "ترهگرۍ ضد جنگ" کې یې گاللي، د اهانت مالگه شیندي. په کار ده چې هغه د تاریخي حقایقو څخه خبر کړل شي. پاکستان د امریکې د جنگ په ترسره کولو، کافي رنځونه وړي دي. اوس به هغه کوو کوم چې زمونږ د خلکو او د گټو دپاره غوره وي."

د عمران خان پر دې بیان، پاکستان کې دننه هم کلکې نیوکې وشوې. د پخوانۍ وزیراعظمې بینظیر بوټو لور، بختاور زرداري پخپل ټویټ کې ولیکل: "د لومړي ځل دپاره مې ومونده چې په یوه خبره کې د پاکستان له غوره کړل شوي وزیراعظم سره موافقه یم، بغیر له دې چې د ترهگرۍ ضد جنگ یې د امریکې جنگ بللی ـ زمونږ پخپله خاوره کې زیاترو پاکستانیانو ژوند بایلوده، او د ٩/١١ په شان زیاتې پیښې وشوې او ماشومان مو وځپل شول. دا زمونږه خپله جگړه هم ده، او په کار ده چې د ترهگرۍ له افکارو سره هم مبارزه وکړو، ځکه هرپلو خواره شوي دي.

له دې سره سره چې عمران خان د ترهگرۍ ضد جگړه د امریکې جگړه بللې، د حکومت د یو جاري شوي بیان ترمخه، ښاغلي عمران خان "د ترهگرو پر ضد د بریالیو عملیاتو له امله د پاکستان د پوځ، او نورو امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو لاس ته راوړنې ستایلي دي".

په بیان کې د عمران خان له قوله راغلي چې: "هیڅ کوم بل ملک یا کوم بل پوځي ځواک هغومره څه نه دي کړي لکه څومره چې پاکستان او وسله والو ځواکونو یې د ترهگرۍ پر ضد څه کړي دي."

خو له دې سره جوخت یې بیا دا هم ویلي چې دا جگړه، یوه تپل شوې جگړه وه. عمران خان زیاته کړې ده چې: "مونږ به بیا پاکستان کې دننه داسې کوم جنگ ونه کړو".

د افغانستان په اړه څرگندونې:

وزیراعظم عمران خان دا هم ویلي چې پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانستان د سولې په بهیر کې په کار ده چې پاکستان هم خپل کردار ادا کړي. امریکا او افغانستان وایي چې پاکستان که څه هم هر کله د سولې په بهیر کې د مرستو ژمنه کړې ده، خو تر اوسه یې هیڅ داسې کوم څه نه دي کړي چې په افغانستان کې دې د سولې ټینگیدو ته اغیزمن ثابت شي. دوی وایي چې طالب مشران اوس هم په پاکستان کې دي او حکومت د حقاني شبکې پر پناه ځایونو گوزارونه نه دي کړي.

د پاکستان حکومت ویلي چې وزیراعظم په شمالي وزیرستان کې د امنیتي، پوځي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو، او همدا راز پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار د لگولو چارو جاج اخیستی او له افغانستان سره په گډه پوله یې د غلام خان بندر لیدنه هم کړې ده.

په دې سفر کې، د وفاقي او صوبایي کابینې یو شمیر مهمو غړو، د خیبرپښتونخوا گورنر او اعلی وزیر هم عمران خان بدرگه کړ.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG