لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شوال کې جگړه ١ فوجي افسر او ٦ وسله وال وژل شوي دي


د پاکستان د بري فوج مشر جنرل راحیل شریف او د هوائي فوج مشر ائیر چیف مارشل سهیل امان د شمالي وزیرستان په شوال وادۍ کې وسله والو خلاف د امنیتي ځواکونو په روانه کاروائي صلاح مشوره کړې ده او جنرل راحیل شریف ویلي "ترهگر" به په هر قیمت ختموي
د پاکستان د بري فوج مشر جنرل راحیل شریف او د هوائي فوج مشر ائیر چیف مارشل سهیل امان د شمالي وزیرستان په شوال وادۍ کې وسله والو خلاف د امنیتي ځواکونو په روانه کاروائي صلاح مشوره کړې ده او جنرل راحیل شریف ویلي "ترهگر" به په هر قیمت ختموي

د شمالي وزیرستان په شوال وادۍ کې فوج او د وسله والو په جگړه کې یو فوجي افسر او شپږ وسله والو وژل شوې دي. دغه نښته په داسې ورځ شوي چې پاکستان د بري فوج مشر جنرل راحیل شریف او د هوائي فوج مشر ائیر چیف مارشل سهیل امان شوال کې په اپریشن صلاح مشوره کړې ده.

د هوائي فوج مشر سره لیده کاته کې جنرل راحیل شریف ویلي "ترهگر" به په هر قیمت ختموي.

فوج د عامو تعلقاتو څانگې اي ایس پې ار د بیان ترمخه، دواړو فوجي مشرانو شوال کې د اپریشن جاج واخیستلو او د هوائي فوج مشر جنرل راحیل ته د خپلو ځواکونو لخوا د مکمل ملاتړ ډاډ ورکړو.

په دې موقع جنرل راحیل شریف وویل که ترهگر په لرې پرتو سېمو کې هم پراته وي په هر قیمت به د "ترهگر" ختموي که په لرې پرتو سېمو کې هم پراته وي.

پاکستاني امنیتي ځواکونو تیر کال د جون د میاشت راهسې په شمالي وزیرستان کې د "ضرب عضب" په نوم سېمه کې د وسله والو خلاف اپریشن شورو کړې دی.

د گل یا دوشنبې په ورځ، شوال کې د فوج او د وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله شوې چې پکې د فوج یو کرنیل وژل شوی او څلور نور عسکر زخمیان شوې دي. اي ایس پې ار ویلي جگړه کې شپږ وسله وال هم وژل شوې دي.

تیره هفته فوج وویل شوال کې د هوائي بمبارۍ ترڅنگ مزکني عملیات هم شورو کړل. تیره فوج شوال کې د هفته د پرله پسې څو ورځو د هوائي بمبارۍ په نتیجه کې د ١٠٠ نه زیاتو وسله والو د وژلو دعوه کړې وه. طالبانو ویلې وو کاروائي کې ملکي خلکو ته تلافات اوړیدلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG