لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالان وايي مېرمنې د تعلیم، فېصله سازۍ او د حقونونه محرومه ساتل کېږي


د مردان په غونډه کی شامل د فېملي پلاننګ پروګرام منیجر سهیل کاکاخیل وویل په پاکستان کی د صنفي تشدد کی اضافه کېږی او باید د دی دپاره په حکومتی کچه ګامونه پورته شی. هغه وویل پاکستان د نړﺉ په۱۴۹ هیوادونو کی ۱۴۸ هیواد دی چې زیات متاثره دې او هره دریمه زنانه د تشدد ښکار کیږی
د مردان په غونډه کی شامل د فېملي پلاننګ پروګرام منیجر سهیل کاکاخیل وویل په پاکستان کی د صنفي تشدد کی اضافه کېږی او باید د دی دپاره په حکومتی کچه ګامونه پورته شی. هغه وویل پاکستان د نړﺉ په۱۴۹ هیوادونو کی ۱۴۸ هیواد دی چې زیات متاثره دې او هره دریمه زنانه د تشدد ښکار کیږی

د نړﺉ د نوړو برخو په رنګ په پاکستان کی هم د صنفی تشدد د مخ نیوي شپاړس ورځنی مهم دوام لري او د خیبر پښتونخواه په مردان کی هم د صنفی تشدد په ضد د پوهاوي په غرض یوه غونډه وشوه.

په غونډه کې ګڼ شمېر ځايي سیاسی مشرانو ، استاذانو، صحافیانو او د مدنی ټولنی فعالینو ګډون وکړو او په ټولنه کې په صنفی امتیاز یې خبری وکړې.

صنفی تشدد د مخ نیوی دا مهم د نومبر په ۲۵ نېټه د ښځو د حقونو نړيوالې ورځ څخه شروع شوی او د ډسمبر د میاشت په ۱۰ نېټه به سر ته ورسي.

په دې لړ کې د مردان د غونډې انتظام کوونکي زهره لقمان وویل د بحث بنیادی مقصد ښځو ته په ټولنه کی د هغوی مقام ورکول وو.

زهره لقمان وویل په زنانه ؤ چې کوم صنفی تشدد کیږی لکه هغوی ته دتعلیم موقع نه ورکول، په فیصله سازۍ کې اختیار نه ورکول، په سیاسی چوکاټ کې نه شاملوول او هغوی د خپلو حقونو نه بې برخې ساتلو په اړه پوهه راوستل دي.

په مردان کې نورو غیردولتي ادارو هم د مېرمنو د حقونو دنړیوالې ورځ په مناسبت غونډې وکړې.

د صوبايي اسمبلۍغړي نعیمه کشور وویل د تشدد د مخ نیوی په ضد قوانین شته خو نه عملی کیږې. " زمونږ زنانه ؤ ته د خپلو حقونو علم هم نشته او که دغیر دولتي ادارو په ذریعه دوی خپل حقونه وپیژنی نو دا یو ښه عمل دی."

پاکستان په کال ۲۰۱۵ نه د کل ۲۰۳۰ پوری نړی واله معاهده سسټینیبل ډولپمنټ ګولز هم لاس لیک کړی چې په ۱۵ کالو کی به د ملک نه صنفی امتیاز ختموي.

د مردان په غونډه کی شامل د فېملي پلاننګ پروګرام منیجر سهیل کاکاخیل وویل په پاکستان کی د صنفي تشدد کی اضافه کېږی او باید د دی دپاره په حکومتی کچه ګامونه پورته شی. هغه وویل پاکستان د نړﺉ په۱۴۹ هیوادونو کی ۱۴۸ هیواد دی چې زیات متاثره دې او هره دریمه زنانه د تشدد ښکار کیږی.

د خیبر پښتونخواه حکومت په کال ۲۰۱۹ کی په ښځو د تشدد په ضد قانون هم راوړی و خو لا نه دی منظور شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG