په پاکستان کې د پولیو ضد پنځه ورځنی کمېپېن د جمعې په ورځ سر ته ورسېدو چې پکې په جنوبي وزیرستان کې هم ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکړی شو او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وایي په پاکستان کې د پولیو خلاف ورستی کمېپېن په داسې حال کې ختم شو چې په ملک کې د پولیو په کېسونو کې اضافه شوي ده.
د چارواکو په وېنا د کرونا وایرس له امله ځنډېلی د پولیو دا کېمپېن د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شوی و او هدف یې اته لکه ماشومانو ته و پولیو خلاف څانکي ورکول وو.
د پولیو د مخنیوي بېړني مرکز ترجمان ایمل ریاض خان ای پي ته وویل د خوش قسمتۍ خبره دا وه چې د ورستي کېمپېین په مهال د پولیو په ټیمونو او یا د دوې په تحفظ ګمارل شویو پولیسو د وسله والو حمله ونشوه.
په ورستي کلونو کې وسله والو په پاکستان کې د پولیو په کاروونکو او د په حفاظت پرځای کری شویو پولیس افسرانو حملې کړي دي.
چارواکو وویل چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاظر د پولیو کېمپېن په مهال د سماجي فاصلې خیال ساتل کېدو.
پاکستان، افغانستان او نایجیریا د دنیا هغه درې ملکونه دي چې د پولیو ناروغي پکې اوس هم موجود ده. پولیو انسان د ټول ژوند دپاره معزوره کړي.
ای پي وايي پاکستان هدف ټاکلی و چې په ۲۰۱۸ کې به پولیو د ملک نه ختمه کړي ځکه چې دغه کال یوازې ۱۲ د پولیو کېسونه رپورټ شوي وو خو تیرکال دغه شمېره ۱۰۸ ته ورسیده.
ماهرین وايي په پاکستان کې د پولیو د نه ختمید یو علت د پولیو وېکسین يه اړه بې ځایه ګنګوسې هم دي. ای پي په خپل رپورټ کې وايي طالبانو او نورو وسله والو د پولیو په ډلو حملې په د دې الزام په بنیاد کړي دې چې دوی وايي د پولیو څاڅکې ماشومان د بچو زیږدولو د صلاحیت نه محرومه کوي او د پولېو کېمپېن دلارې مغربي ملکونه استخباراتي معلومات راټولوي.
په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله د فېبرورۍ په میاشت کې د پولیو ضد کېمپېنونه وځنډول شوو.
ای پي وايي په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه ۵۷۶۳ کسان مړه شوي او په ملک کې د کرونا ناروغان شمېر د ۲۷۰۰۰۰ نه زیات شوی دی.