لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر ظفر مرزا: د پاکستان د کرونا وایرس 79 فیصده پېښې د ملک دننه ورپوری شوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د صحت چارو مشاور ډاکټر ظفر مرزا ویلي چې په دغه هیواد کې خپریدونکي د کرونا وایرس د ټولو پېښو 79 فیصده پیښې په ملک کې دننه ورپورې شوي, او 21 فیصده پېښې د بهرڅخه روړل شوي دي.

د رپوټونو تر مخه په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا وایرس باندی د اخته کسانو شمیره 12 زره 507 او د مړه شوؤ کسانو شمېره 261 ته رسېدلې ده.

ښاغلي مرزا په اسلام اباد کې خبري کانفرانس ته په وینا کې وویل ،" اوس دا خبره سمه ده چې ووایو چې زموږ ډیری پیښې ځایې پیښې دي."

نوموړي هغه خبرونه غلط وګرځول چې ګني پاکستان د کرونا وایرس پرضد کوم ویکسین جوړولو باندی کار کوي. هغه وویل : " تر اوسه په پاکستان کې د کوویډ19- ویکسین نشته او نه هم د هغه پر جوړیدو کوم کار روان دی."

د پاکستان حکومت د جمعی په ورځپه دغه هېواد کې د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي لپاره د لاک ډاوڼ – ټول بندیز موده تر د میتر نهمې نېټې پورې د غځولو اعلان کړی.

په پاکستان کې ډاکټرانو خبرداری ورکړی که چیرې حکومت کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر لاک ډاون په موثره توګه عملي نکړو او په روژه کې یې په جوماتونو کې په ګنه ګوڼه پابندي وه نه لګوله نو د کرونا وایرس به نور هم خپور شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG