لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي عدالت حوثي باغیانو ته وسله د منتقلولو په لړ کې نیول شوی پاکستانی شهري په بند کې د ساتلو حکم کړی


د کال ۲۰۱۴ په دې تصویر کې د امریکې جنګي بېړه د عدن په خلیج کې لیدل کېږي
د کال ۲۰۱۴ په دې تصویر کې د امریکې جنګي بېړه د عدن په خلیج کې لیدل کېږي

یو پاکستاني شهري چې امریکايي چارواکي وايي د هغه سمندري جهاز کپتان و چې د یمن هوثي باغیانو ته یې د ایران جوړې د مزایلو پرزې یا اجزا وړل، د عدالت په حکم په د هغه د مقدمې د شروع کېدو پورې په بند کې ساتل کېږي.

په محمد پهلوان به د وسلو د سمګلېنګ د کوښښ او د امریکې کوسټ کارډ یا د ساحلي تحفظ ادارې افسرانو د دروغ وېلو په الزاماتو مقدمه کېږي. عدالت د نهې، سه شنبې، په ورځ د پهلوان د بندي ساتلو امر وکړو.

د جنورۍ د میاشت په یولسمه نېټه د امریکې د نیوي سیلز یا د سمندري پوځ دوه عسکر د پهلوان بې بېرغه جهاز ته د ختلو په مهال په بحیره عرب کې ډوب شول. په مهال حوثي باغیانو د عدن په خلیج او د سور سمندر کې په تجارتي سمندري جهازونو حملې شروع کړې وې.

عدالت ته ورکړی شویو دستاتوېزاتو کې د امریکې د وفاقي حکومت وکیلانو وویل کله چې امریکايي عسکر د پهلوان بېړۍ ته ورختل نو هغه کشتۍ د رفتار د کموولو نه انکار وکړو او عملې ته یې چېغه کړه چې د امریکايي عسکرو د ورختلو نه وړاندې دې بېړۍ ته اور ورکړي. د عملې یو بل غړي بالاخر د کشتۍ انجن ودرولو.

د ورجېنیا ریاست په مرکزي ښار رېچمنډ کې په یواېس ډسټرېکټ کورټ کې هغه د حراست په اړه اورونې په مهال د اېف بي ايي خصوصي اېجنټې لارن لي وویل پهلوان اول ویلي وو هغه د جهاز انجنېیر دی او دا چې کپتان د کشتۍ نه کوز شوی دی. د لي ترمخه پهلوان دا هم ویلي وو چې په جهاز کې د سامان په اړه معلومات نه لري. پهلوان په وروسته ومنله چې هغه د جهاز مشري کوي.

د اسسټنټ یو اېس اټرني یا حکومتي وکیل ټروی اېدورډز دا دلیل وو چې ټولنې او د پرواز د خطر له امله دې پهلوان په بند کې وساتل شي.

پهلوان د امریکې سره څه تړون نه لري او اېډورډز وویل د هغه خلاف د ټولو نه سنګین الزام دا دی چې قصداً حوثي باغیانو ته وسله انتقالوله د دې باوجود چې خبر و حوثي باغیان به دغه وسله استعمالوي. د ترهګرۍ د مخنیوي اړه د امریکې په قانون کې په دغه الزام جرم په ثابتېدو شل کاله د قېد سزا کېدلی شي. د دروغو په بیان پېنځه کال د قېد سزا ده.

د پهلوان د دفاع دپاره حکومت مقرر کړي وکیلې اېمي اسټن وویل ممکنه ده چې امریکايی چارواکو د کشتۍ د عملې غړو د تفتیش دپاره چې د کوم ترجمان نه مرسته اخیستې وه هغه ته د پهلوان مورنۍ ژبه پنجابي نه ورتله.

د جهاز په تالاشۍ کې امریکايي ځواکونو د اسرایل جوړې جدېدي روایتي وسلې، د منځي او اوږدې فاصلې پورې د تلونکو مزایلو اجزا یا پرزې او د سمندري جهازونو ضد کروز مزایلې ترلاسه کړې.

د پهلوان نه علاوه د سمندري جهاز د عملې درې نور غړي هم نیول شوي او د امریکې کوسټ کارډ چارواکو ته د دروغو وېلو الزام پې لګول شوی دی. عدالت د دوی په حراست کې د ساتلو امر هم وکړو.

د عملې په دغو غړو الزام دی چې دورغ یې ویلي وو چې پهلوان د جهاز کپتان نه دی او دا چې جهاز د ایران په ځای د پاکستان نه روان شوی و.

د پهلوان د سمندري جهاز د عملې لس نور غړي د عېني شاهدینو په څېر په حراست کې ساتل شوي دي.
د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي په خپل حلفیه بیان کې ویلي چې د جهاز د عملې غړو د پاسداران انقلا ځواکونو یو چارواکي سره په سېټلایټ فون ګڼ شمېر ځله رابطه کړې وه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG