لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا نه شړل شوي پاکستانیانو کې ځیني په یو شمیر جرمونو کې ککړ دي


د امریکا نه شړل شوي ۵۲ پاکستانیانو کې زیات تره په غیر قانوني وسله ساتلو، نشي توکو په کاروبار، جنسي تورنو، دهوکو او غلاغولتو کې ککړ وو.

د پاکستاني رسنیو تر مخه په دغه شړل شوو کسانو کې یو پیرزاده عبدالحمید چشتي هم دی څوک چې په کال ۲۰۱۴م کې په سپین کې د ترهګرۍ په تور کې نیول کیدو وروسته امریکا ته حواله کړی شوی وو.

په عبدالحمید چشتي تور وو چې د امریکا لخوا بندیز لګول شوي وسله والې ډلې ریولوشنري آرمډ فورسز اف کولمبیا ته يې مېزاېلې او په لویه کچه نشي توکي خرڅ کړي وو.

د مطبوعاتو تر مخه پیرزاده عبدالحمید چشتي په کال ۲۰۱۴م کې په یوه کاروايې کې سره د دریو نور پاکستانیانو نیول شوی وو. په دغو دریو کې سهیل کاسکر، علي دانش او پیرزاده خواجه عبدالوهاب شامل وو.

دواړه چشتیان بیا په کال ۲۰۱۴م کې امریکا ته ولیږل شول، چرته چې په دواړو تر څلورو کالو پورې قضيې وچلیدلي او عبدالحمید چشتي تیره ورځ د امریکا نه پاکستان ته وشړل شو.

پاکستان ته د رسیدو وروسته د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې اېف ايي ای دغه تنان د بشري قاچاق څانګې ته لیږل شوي.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه پاکستان په شړل شوو کسانو کې څلور په جنسي جرمونو کې د ککړتیا په سر د امریکا نه شړل شوي. په دغو کې یو عامر ګل خان نومې تن هم دی په چا چې تور دی چې د ماشومانو سره په جنسي زورنو کې ککړ دی.

د امریکا نه دا پاکستاني په داسې حال کې شړل شوي چې په وروستيو کې امريکې پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې وګړي يې د خپلې ټاکلې مودې نه زیات وخت په امريکا کې تېر کړي، بيا بيرته وشړل شي، امریکا به ورته بيا ويزه هم نه ورکوي.

خو د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي ؤ د دې بندېز باوجود به په اسلام اباد کې د امریکې په سفارتخانه کې اړونده څانګه بيا هم کار کوي.

ويل شوي ؤ د ويزو د بندېز په لړ کې به د هغو لوړ پوړو پاکستاني دولتي چارواکو ویزې هم ودرول کيږي چا چې د شړل شوؤ بیرته اخيستو زمه واري منلې وي.

د امریکې امېګرېشن او قوميت د قانون لاندې د امریکا د هوم لېنډ سيکيورټۍ وزير داسې هېوادونو ته د امېګرېشن او غېر امېګرېشن دواړو ويزو ورکول ختمولی شي، څوک چې په امریکا کې د ویزې د مودې ختمېدو وروسته هم په امریکا کې د پاتې کېدونکو وګړو بيرته شړلو په صورت کې د قبلولو نه انکار يا وروستوالی کوي.

د رپوټونو ترمخه د امريکې څخه پاکستان ته هم هغه کسان شړل شوي چې د ويزې موده يې پوره شوې خو دوي بيا هم په امریکا کې ؤ.

XS
SM
MD
LG