د پاکستان روپۍ د ډالر په مقابل کې د ریکارډ ټیټې ته وغورځېدله وه او یو ډالر په 173.20 روپو بدلېدلو خو د ګل، دوشنبې، په ورځ د بازار بندېدلو په وخت یو ډالر په 172.78 روپو بدېدلو.
رویټرز خبري ادارد کرنسې د تاجرانو له قوله وايي د ډالر په مقابل کې روپۍ پس له هغې ولوېدله چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره قرض دپاره د پاکستان خبر ناکامه شوې.
رویټرز وايي د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ د مقامي مطبوعاتو دا رپورټونه رد کړل چې د اکتوبر د څلورمې نه نېټې نه تر د 15 نېټې پورې د ايي اېم اېف سره د یو بېلین ډالرو قسط دپاره خبرې څه نتیجې ته نه دي رسېدلي.
د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل چې د پاکستان او ايي اېم اېف خبرې په مثبت ډول مخکې روانې دي او په هیڅ پړاو مذاکراتو د ختمولو دپاره د وخت څه چوکاټ نه دی ټاکل شوی.
د جون په میاشت کې هم د ايي اېم اېف د قسط دباره په شرطونو د اتفاق نه کېدلو په سبب د پاکستان او ايي اېم اېف خبرې بې ثمره پاتې شوې وې.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د روپۍ د غورځېدو په اړه د ټاپ لاین سکیورټیز نومې کمپنۍ چارواکي عاطف ظفر رویټرز ته وویل د ايي اېم اېف او پاکستان د خبرو په مبینه توګه د ناکامه کېدو رپورټونو غېریقیني حالات پېدا کړل او د ډالر په مقابل کې د روپۍ قېمت وغورځېدو.