په پاکستان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ډالر په مقابل کې د روپۍ قدر نور هم غورځېدلی د یو ډالر تبادله په 191 روپۍ کېدله.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه په پاکستان کې د موجوده سیاسي اړي ګړي په سبب په تېره یوه میاشت کې د پاکستانۍ روپۍ قدر د شپږ فیصده نه زیات غورځېدلی. د زیارت په ورځ په ازاد مارکیټ کې ډالر د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې په 191 روپۍ او په بېنکي رېټ 189 روپۍ خرڅېدو.
د کراچۍ د یوه اقتصادي څېړنېزی اداری ،،ټاپ لاین سیکیوریټیز،، مشر محمد سهیل ترمخه سیاسي ګډوډۍ دلاسه د روپۍ په قیمت ډیر بد اثر غورځېدلی.
د جولايي 2021 نه راپدېښوا د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر 18 فیصدي راغورځېدلی.
دپاکستان په اسټاک ایکسچینج کې هم د مندۍ لړۍ دوامداره لیدل شوې اؤ 100 انډیکس د208پوائنټونو دکمي سره په 43903 ولاړ دی.
په روان وضعیت کې دپاکستان تجارتي خساره 70فیصدي زیاته شوې او دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دپاکستان خبرې اترې دځنډ ښکار شوي خو د خزانې وزارت وینا ده چې د پور اخستو او اقتصادي اصلاحاتو په حواله خبرې روانې دي.
د اقتصاد ماهر او خبریال مهتاب حیدر وایې د ايي ایم ایف سره که خبرې مکمل نه شي نو دپاکستان اقتصاد به دسختو مشکلاتو سره مخ پاتې شي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي"د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د اووم قسط ترلاسه کولو خبرې نه دي مکمل شوې او اداره وایي د نوي حکومت سره به خبرې کوي نو په دې کې به کم نه کم درې میاشتې لګي"
دنوموړي په وینا دا هم غیر یقیني ده چې حکومت بحال کیږی که ټول ټاکنو ته ځي او په دې وخت کې به پاکستان د دوه اربه ډالرو نه محرومه شي او په راتلونکی بجټ او دپیسو په واپسۍ کی به هم مشکلات راځي.
دهغه په وینا دایي ایم ایف پروګرام په دې وجه هم ډیر ضروري دی چې په راتلونکي مالي کال کې پاکستان ته د بهرنی ادائیګو دپاره د 35 اربو ډالره ضرورت دی.