لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان په پوله ډزو کې يو پاکستانی عسکر وژل شوی


Nadine Mueller of Germany competes to win bronze in the women's discus throw final during the 15th IAAF World Championships at the National Stadium in Beijing, China.
Nadine Mueller of Germany competes to win bronze in the women's discus throw final during the 15th IAAF World Championships at the National Stadium in Beijing, China.
د افغاستان سره په گډه پوله باندې قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د افغاستان د غاړې په شوؤ ډزو کې يو پاکستانی عسکر وژل شوی دی .
د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې نن د اتوار په ورځ دغه پېښه رامنځته شوي ، او د پولې د بل اړخ نه شوؤ ډزو کې يو عسکر وژل شوی دی .
دغه پېښه د باجوړ ايجنسۍ د امنيتي ځواکونو د چوکۍ ‍‍٫٫ راکي پوستې٬٬ سره شوي دي ، کومه چې پولې ته نزدې ده .
ولې د پېښې په اړه کره مالومات مخې ته نه دي راغلي ، چې دغه ډزې د پولې د بلې خوا نه افغان ځواکونو ، ترهگرو او کنه بل چا کړي دي .
پاکستان او افغانستان دواره هيوادونه چې گډه اوږده پوله لري ، له دې وړاندې په پوله په بيلابيلو علاقو کې دغه رنگ د ډزو پېښې رامنځته شوي دي .
تيرکال د ستمبر په مياشت کې د بلوچستان په ژوب سيمه کې هم په پوله د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو لخوا ډزې شوې وې ، او په هغې کې د يوې زنانه په گډو پينځه کسان وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي وو .
دغه رنگ په پوله رامنځته شوې يوه بله پېښه کې د پاکستان پينځه عسکر ژوبل شوي وو ، او په هغې باندې پاکستان افغانستان ته سخت احتجاج کړی ؤ .
له دې وړاندې په کال ۲۰۱۲م کې د پاکستان او افغانستان په گډه پوله د دواړو هيوادونود ځواکونو لخوا په يو بل سختې ډزې شوې وې ، خو مرگ ژوبله پکې نه وه رامنځته شوې . او په دغه پېښه د دواړه گاونډي هيوادنو اړيکې د تاؤ تريخوالي ښکار شوې وې .
د دواړو هيوادونو په گډه پوله وخت په وخت افغانستان په پاکستان تورونه پورې کوي ، چې ترهگر په دغې پوله راوړي او په افغانستان کې ترهگري کوي ، او بيرته په اسانه راوړي او د پولې نه دې پله د پاکستان په قبائيلي علاقو کې ورته پناه حاصله ده .
دغه رقم تورونه پاکستان په افغانستان هم پورې کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG