لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: سږ کال په پاکستان کې په 18 ځانمرګو بريدونو کې نيم په قبايلي ضلعو کې شوي


 په رپورټ کې دا نه دي ویل شوي چې سږ کال د زياتو ځانمرګو بریدونو زمه وارۍ چا منلي دي، خو روان کال په خېبرپښتونخوا کې د زیاترو پېښو زمه وارۍ د تحریک طالبان پاکستان سره داعش او د جهاد پاکستان په نوم ډلې هم منلي دي
په رپورټ کې دا نه دي ویل شوي چې سږ کال د زياتو ځانمرګو بریدونو زمه وارۍ چا منلي دي، خو روان کال په خېبرپښتونخوا کې د زیاترو پېښو زمه وارۍ د تحریک طالبان پاکستان سره داعش او د جهاد پاکستان په نوم ډلې هم منلي دي

پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ترهګري په سېوا کیدو ده او د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي، زياتره یې خېبرپښتونخوا کې شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.

د رپورټ ترمخه تېر کال په ګرد هېواد کې د ځانمرګو بریدونو شمېره 15 وه.

خو په رپورټ کې دا نه دي ویل شوي چې سږ کال د زياتو ځانمرګو بریدونو زمه وارۍ چا منلي دي، خو روان کال په خېبرپښتونخوا کې د زیاترو پېښو زمه وارۍ د تحریک طالبان پاکستان سره داعش او د جهاد پاکستان په نوم ډلې هم منلي دي.

د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز عبدالله خان وايي پاکستان کې زیاتیدونکې د ترهګرۍ لویه وجه په افغانستان کې د طالبانو حکومت دی ځکه د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] مشرانو ته په افغانستان کې د پټېدو ځای په لاس ورغلی دی.

نوموړی تور لګوي، اوس د افغانستان نه، نه يواځې پاکستاني طالبان بلکې افغان طالبان هم د پاکستان خلاف کاررواياني کوي.

خو افغان طالبان د پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې د افغانستان ځمکه د پاکستان پرضد استمالیږي او پاکستان ته وایي چې تحریک طالبان سره مذاکرات وکړي خو پاکستان په وروستيو کې د تحریک طالبان سره هیڅ قسمه مذاکراتو نه انکار کړی دی.

پاکستان کې په وروستيو کې حکومتي وزیرانو او پوځ هم دغه ډول دعوې کړي دي.

په 12مه جولايۍ ژوب کې په پوځي چاوڼې د بريد وروسته پوځ ويلي وو، "په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په خوندي پټنځايونو او ازاده توګه فعاليتونو یې جدي اندېښنې لري".

د پوځ د مشر جنرل عاصم منير د کوټې د سفر وروسته په پوځي بيان کې ويل شوي وو "په افغانستان کې د موقتي حکومت [طالبانو د واکمنۍ] څخه تمه لري د دوحی د تړون د ژمنو سره سم په اصل معنا خپله خاوره د کوم بل ملک پرضد د ترهګرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي".

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د طالبانو خارجه وزیر ملا امیر خان متقي په دې لړ کې په یوه موقع ویلي وو چې افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو مېز ته راوستلي وو او دا چې پاکستان د خپلې مسلې پړه په افغانستان وراچوي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په وروستيو کې یوه مرکه کې د پاکستان له لوري افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون تورونه رد کړي او ويلي يې وو، د پاکستان حکومت داسې څرګندونې د دې لپاره کوي چې نړۍ ته دوی (د طالبانو حکومت) بې وعدې وښایي.

د غېر دولتي ادارې په تازه رپورټ کې تیره ورځ باجوړ کې شوی ځانمرګی برید هم شامل دی او رپورټ کې ويل شوي، پېښور پولیس لاين چاودنې په کوم کې چې د 100 پورې کسان وژل شوي وو، له هغې وروسته دا دويمه غټه پېښه ده.

د ترهګرۍ پرضد د پاکستان پوځ څو وارې پخوانيو قبايلي سیمو کې پوځي عملیات هم کړي دي او د ترهګرو ډلو د ملا ماتولو دعوې یې هم څو وارې تکرار کړي دي.

پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره يا نیشنل ایکشن پلان هم جوړ کړی شوی وو خو بیا هم ترهګري ختمه نه شوه؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې خبریال انس ملک وايي،

"پاکستان په کال 2014م کال کې نېشنل اېکشن پلان جوړ کړی وو خو تراوسه یې څه ګټې نه ښکاري، د دې بنیادي وجه دا ده چې د پاکستان پوځ او حکومتونه د ترهګرۍ پرضد په يو مخ نه دي او ترهګر تنظیمونو پرضد د عملي کارروايۍ په ځای تش بيانونه ورکوي".

هغه زياته کړه، "مثال یې دا دی، پوځ دعوه کوي افغانستان سره پوله یې د ازغن تار د لارې محفوظه کړې ده نو بیا څنګه دوي په افغانستان تور لګوي چې هلته نه ترهګر دلته راشي، د دې خو ښکاره مطلب هم دا دی چې دا د پاکستان انټليجنس ناکامي ده چې دلته په دغولارو نه ترهګر راځي".

غېر دولتي ادارې په خپل رپورټ کې ويلي، خېبر پښتونخوا نه پس بلوچستان دويمه صوبه ده چې د ترهګرۍ نه زياته اغېزمنه ده، او بلوچستان کې سږ کال تراوسه پورې څلور ځانمرګي بريدونه شوي دي 14 تنه پکې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د رپورټ ترمخه په سيند صوبه کې يو ځانمرګی برید شوی او پنجاب صوبه کې روان کال تراوسه يو ځانمرګی بريد نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG