لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لادرکه شوي ادریس خټک د موندنې او خلاصون دپاره پېښور هائیکورټ کې درخواست جمع شو


د بشري حقونو د مبارز او په خېبر پښتونخوا کې د نشنل پارټۍ د غړي ادريس خټک د بې درکه کېدو او د هغه د بازيابۍ په اړه پېښور هائیکورټ کې درخواست جمع کړی شوی دی.

رټ پټيشن يا درخواست جمع کوونکي او د پېښور هائیکورټ بار ايسوسي ايشن مشر ايډوکېټ عبداللطيف افريدي وي او اې ډيوه ته وويل، په خواست کې يي موقف خپل کړی چې ادريس خټک د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه د روس سفارت خانې او خور سره ميلاوېدو د پاره اسلام اباد ته تلې وو او د هغې نه پس بې درکه شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې د ادريس خټک د بازيابې د پاره جمع شوي درخواست کې چې کومي حکومتي ادارې فريق جوړې کړی شوي دي، په راتلونکي سماعت کې به هائیکورټ د هغې نه جواب طلب کوي.

وائس اف امريکه ډيوه سره په خبرو کې د نېشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا د برخې مشر مختار باچا وويل چې ادريس خټک هميشه د بشري حقونو لپاره آواز پورته کړی دی. هغه زياته کړه چې ډيره د تشويش خبره ده چې د بشري حقونو يو کارکن له څو ورځو نه بې درکه دی او د هغه په حقله دوی ته هېڅ قسم معلومات نه دي ورکړی شوي.

د قانوني چارو پوهانو په وینا موجوده وخت کې د سلو پورې د بې درکه تنانو په اړه درخواستونه پېښور هائیکورټ کې جمع کړی شوي دي.

په دې وروستيو کې پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي وو سیاسي فعال ادريس خټک، څوک چې د زدکړو د وخت نه يو سياسي کارکن پاتې شوی دی، په کار ده چې زر تر زره خوشی کړی شې.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په يو ټويټ کې ويلي وو چې دغه ډول په زوره بنديوان کول غندي او د پاکستان د رياست نه غواړي چې د خپلو وګړو دپاره خپلې ائیني زمه وارۍ پوره کړي.

د روان کال د جون په میاشت کې په پاکستان کې په زوره د بې درکه کړی شویو کسانو د مالومولو په موخه جوړ کمېشن ويلي و چې دوی د بې درکه کسانو په ۶۱۵۶ قضیو کې د ۳۹۳۸ کسان مالومات کړي دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG