لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اصلاحاتو د غوښتنو په مهال فلسطيني ادارې د نوي کابينې اعلان وکړو


د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس په صدارتي اعلامیه کې د نوی حکومت اعلان وکړو. عباس د تېرو قریباً د دوو لسیزو راهسې د فلسطيني ادارې مشري کوي
د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس په صدارتي اعلامیه کې د نوی حکومت اعلان وکړو. عباس د تېرو قریباً د دوو لسیزو راهسې د فلسطيني ادارې مشري کوي

فلسطیني ادارې یا پېلسټینین اتارټي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نوي کابينې اعلان وکړو، دا په داسې حال کې چې اداره د اصلاحاتو په اړه د نړیوال فشار سره مخامخ ده.

د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس په صدارتي اعلامیه کې د نوی حکومت اعلان وکړو. عباس د تېرو قریباً د دوو لسیزو راهسې د فلسطيني ادارې مشري کوي.

په نوي حکومت کې شامل زیاتره خلک ډیر معروفه نه دي.

د دې میاشت په شروع کې عباس خپل یو مشیر محمد مصطفا وزیراعظم نامزد کړی و.

مصطفا په امریکا کې تعلیم حاصل کړی، په سیاسي توګه ازاد ګنل کېږي او ویلي يې دي چې د ماهرینو حکومت او د غزه د بیا ودانولو دپاره به خود مختاره مالي اداره جوړوي.

فلسطیني اداره د اسرایل په قبضه کې د وېسټ بېنک د ځینو برخو انتظام چلوي. په کال ۲۰۰۷ کې په غزه د حماس د واک اختیار قایمېدو نه پس د فلسطیني ادارې ځواکونه د غزه نه ووتل.

امریکې غوښتنه کړې چې د جنګ نه وروسته د غزه د بیا ودانولو او بالاخېر د ریاست د قایمېدو پورې چارې دې اصلاح شوي فلسطیني اداره په لاسو کې واخلي.

اسرایل دغه تجویز رد کړی وايي د نامعلومه وخت پورې به د غزه امنیت په خپلو لاسو کې ساتي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG