د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د فلسطیني مسلح ډلې حماس مشر وسله جوړوونکي يې وژلی دی او اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف هوايي او ځمکنۍ حملې جاري ساتلي دي.
د اسرایل د دفاع وزیر ترمخه، اسرایلي ځواکونه په غزه ښار کې عملیات کوي او ملکي فلسطینیان غزه د شمالي برخې نه د جنوبي برخې په لوري هجرت کوي.
د ملګرو ملتونو د انساني امداد ادارې یو اېن افس فار دي کوارډينېشن اف هیومېنېټېرین افېیرز د اندازې ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ ۱۵۰۰۰ کسان د غزه د شمالي برخې نه ووتل. دغه شمېره د یوې ورځې د شمېرې نه درې چنده زیاته وه.
ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې د غزه په جنوب کې په پناه ځایونو کې نور ځای په ختمېدو دی او نوو خلکو دپاره به په کې ګنجایش نه وي. د ملګرو ملتونو ترمخه، د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ دریو کې دوه برخې خلک بې کوره شوي دي او صفايي ن دنشیت والي، اوبو او خشاک د کمي سره مخامخ دي.
په تېرو څو ورځو کې د مصر دلارې غزه ته امدادي شیان رسوول کېږي چې په کې ۸۱ ټرکونه رفح دلارې غزه ته د نهې، سه شنبې، په ورځ ورسېدل. ملګري ملتونه وايي جګړې د شروع کېدو نه مخکې د امدادي سامان قریباً ۵۰۰ ټرکونه غزه ته هره ورځ تلل.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او حماس ۲۴۰ کسان یرغمال نیولي دی. امریکې حماس ترهګر تنظيم اعلان کړی دی.
د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د جنګ اعلان کړی او په غزه کې يې د حماس خلاف هوايي او ځمکنۍ حملې شروع کړي دي.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ویلي د اسرایل په حملو کې ۱۰۵۰۰ کسان وژل شوي دي او د وژل شویو کسانو دوو څخه دریمه برخه ښځې او ماشومان دي.
ملګرو ملتونو د ډز بندۍ غوښتنه کړې. امریکا او اووه لویو صنعتي ملکونو په یو مشترکه بیان کې ویلي چې اسرایل د خپلې دفاع حق لري خو غوښتنه يې کړې چې د انساني خواښوږۍ په بنیاد دې جګړه کې وقفه وکړی شي چې غزه ته امدادي شیان ورسوول شي.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اوربند غوښتنې رد کړي او ویلي يې دي چې ترڅو حماس یرغمال کسان نه وي ازاد کړي ډز بندي نه شي کېدلی.
جي سېون ملکونو په خپل مشترکه بیان کې وویل په شخړه کې ښکیل ټولو فريقېنو ته پکار ده چې ملکي خلکو ته خوراک، اوبه، طبي امداد، خشاک او سرپناه په برابرولو کې څه خنډ پېدا نه کړي او امدادي کارکوونکو ته په ازاده توګه لاس رسی ورکړي.
جي سېون ملکونو وویل د انساني همدردۍ په بنیاد په جګړه کې د وقفې، ملکي کسانو د حرکت دپاره د لارې او د یرغمالانو د ازادۍ ملاتړ کوي.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل هغه څوک چې د سمدستي جنګ بندۍ غوښتنه کوي د پکار ده چې دا وضاحت هم وکړي چې حماس به د ۲۰۰ نه د زیاتو یرغمالانو سره په خپل ځای پاتې شي او دا صلاحیت به يې هم برقرار وي چې د اکتوبر د اوومې نېټې په شان حملې به بیا بیا تېکرارولی شي. بلېنکن وویل دغه نتیجه د قبولو وړ نه ده.
بلېنکن د یو شمېر نورو عناصرو خاکه هم وړاندې کړه چې د هغه په قول په سیمه کې مستقل امن قایمولی شي چې په کې فلسطینیان د غزه نه بې دخله کول، ترهګرۍ دپاره د غزه نه استعمالېدل، په غزه د اسرایل بیا قبضه نه کېدل، د غزه نه محاصره کېدل او دا یقیني کول چې د وېسټ بېنک نه به د ترهګرۍ خطر نه پېدا کېږي.
Forum