لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاړه چنار: د تندلارو په بريد کې 18 مسافر وژل شوي دي


پاړه چنار: د تندلارو په بريد کې 18 مسافر وژل شوي دي

د پاکستان دقبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ په چارخيل سيمه کې دمسافرو دگاډو په کاروان دتندلارو لخوا ترسره شوي بريد کې 18کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

د سيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل د خالي په ورځ دمسافرو د گاډو يو کاروان د پاړه چنار نه پيښور ته د پولټيکل انتظاميې په بدرگه کې روان ؤ چې دکوزې کرمې په چارخيل سيمه کې په دغه کاروان تندلارو په خودکاره وسلو سره بريد وکړو .
دبريد له امله په دوؤ گاډو کې سوارۀ پينځۀ کسان په موقعه مړۀ اؤ گڼ شمير نور سخت ژوبل شول.
سرچينې وايي کله چې ژوبل کسان د درملنې دپاره دټل روغتون ته ورسؤل شول نو دغلته هم 13ؤ ژوبل کسانو د زخمونو توان رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.
په مړو شوؤ کې دوه ميرمنې هم شامل دي.
په پيښه کې د وژل شوؤ اؤ زخمي شوؤ تعلق دپاړه چنار دشيعه مسلک سره ښودل شوى دى.
دکرمې ايجنسۍ څخه پيښور ته په غځيدلې لويه لاره دتندلارو دبريدونولۀ ويرې اکثره وخت دامنيتي ځواکونو لۀ لوري ډير گاډي په يو وخت جمع کولى اؤ بيا دامنيتي ځواکونو په بدرگه کې دقافلوپه شکل کې پيښور ته ليږلى شي.
زياتره وخت دغه دمسافرو گاډي دامن دخرابې وضعې لۀ امله دپاړه چنار څخه دافغانستان په لاره هم پيښور ته ځي .
تيره اوونۍ دپاړه چنارڅخه دافغانستان په لاره پيښور ته روان دمسافرو په يو فلائنگ کوچ دافغانستان په پکتيا ولايت کې هم دتندلارو لۀ لوري دغسې يو بريد شوى ؤ چې پکې لږترلږه 11کسان وژل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG