لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دا په بډه اسامه گوري ملگرو؟" د پښتو ژبې شاعر اقبال جان د ۶٥ کالو په عمر کې سترگې پټې کړې


Vendet që kanë ofruar ndihma për Ukrainën
Vendet që kanë ofruar ndihma për Ukrainën

د پښتو ژبې د طنز و مزاح ياد شاعر اقبال جان د ۶۵ کالو په عمر کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ په حق رسېدلی دی.

اقبال جان د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ بټ خېلې سیمې په خټکي کلي پېدا شوی او هم هلته نن خاورو ته سپارلی شي.

د ارواښاد نزدې ملګري صلاح الدين وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، اقبال جان نن سهار ناڅاپه د زړه د دورې راتلو نه ساه ورکړې ده.

هغه د طنز یو مشهور شاعر وو، په خپل یو کلام کې یې په سوات کې د پاکستان د پوځ په موجودگۍ باندې په یو کلام کې ويلي وو چې دا پوځیان چې ځايي اولس قدم په قدم ځوروري نو په بډه ورله د القاعده مشر اسامه بن لادن گوري؟ د هغه دغه شعر داسې دی

دا خواږه او که تراخه گوري ملگرو؟

دا پوځیان په سوات کې څه گوري ملگرو؟

دا قدم بعد چې د خلقو تلاشي کړي

دا په بډه اسامه گوري ملگرو؟

شموزو نه خو یې ژرنده جوړه کړې

وس بټ خیلې ته بهانه گوري ملگرو

اقبال جان که څه هم تعليم نه ؤ ترلاسه کړې او د صلاح الدين په وېنا يواځې پينځه ټولګي يې ويلي خو د شاعرۍ څو کتابونه يې چاپ دي.

هغه د اولسي شاعرۍ سره قيصې، سندرې او فلمونه هم ليکلي دي.

د هغه چاپ کتابونه ( د اقبال جان خوږې سندرې، پرکي، پرتوګ په چنار، بام بچي) د ارواښاد چاپ ته تیار کتاب (تشې خلې).

ليکوال او ژورنالسټ روښان يوسفزي د ارواښاد په مړينه ليکلي، "د پښتو ژبې ياد مزاحيه شاعر اقبال جان په وفات پښتو ژبه او پښتانه د يو مزاحيه شاعر نه محرومه شو".

صاحبه نور څه نه دي خو په جیب کې دې سکه ده

ستا مرچکی خوږ دی اوزما گوړه ترخه ده

که ستا ترخې خبرې دي

مون.ږ وایو شکری دي

سمې ملغلرې دي

سوات دې ټول د، نیا دی

صوابۍ دې د نیکه ده

ستا مرچکی خوږ دی اوزما گوړه ترخه ده

د پښتو ژبې ځوان شاعر همدر يوسفزي وايي، " د اقبال جان د قلم نه وتلي طنز و مزاح تل د پښتنو په تراړو تراړو شونډو خنداګانې راوستي".

څومره زر مې کار شورو کړو

په چترال او گوادر مې کار شورو کړو

په وړومبي ځل به اسمان ته روډ بوځمه

د موړې بانډې په غر مې کار شورو کړو

په زر کاله کې به ورسېږي سره ته

د بټ خیلې په فیډر مې کار شورو کړو

د اقبال جان په یادو سندرو کې يوه خوږ ژبي سندرغاړي سردار يوسفزي زمزمه کړې،

سندره : تړلې کډې مې بيا پاتې د جانان کړې... يا الله نری نری باران کړې

ارواښاد په بټ خېله کې خپل دوکان لرلو او کليوال ژوند يې تېروؤ. د هغه څلور زامن او درې لوڼه دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG