لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رېډيو نړيواله ورځ – سندرغاړې فرزانه پرې څنګه مشهوره شوه


ریډیو سټوډیو
ریډیو سټوډیو

د پښتنو په بېدارۍ کې د ريډیو اهميت د چا نه پټ پناه نه دی ددې ترڅنګ په پښتنو کې ډېر ښه ښه سندرغاړي شته خو کوم سندرغاړي چې په رېډيو يا ټېلي وژن خپاره شي د شهرت منزلونه يي د سترګو رپ شي.

"ادکې مورې زما منګی اوزګار دی که نه دی"

تاسو به ارو مرو د وتلې سندر غاړې فرزانې دغه مشهوره سندره اورېدلې وي خو چرې دا سوچ مو کړی چې فرزانه چا او څنګه راډيو سره معارفي کړه؟

نن د ريډيو نړيواله ورځ ده، په دې موقه راته د وي او ای ډيوه همکار او د رېډيو د دنيا يو وتلي شخصيت مختار خليل د فرزانې د شهرت دغه قصه کړې هم د هغه له خلې يي واؤرۍ:

" دا د هغه زمانې خبره ده چې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد (روس) د يرغل لکبله په ميلينونو افغانانو پاکستان ته کډې کړې وې، يو افغاني تن فقير محمد زمونږه د حجرې ديوال جوړو، خو يو ما ځيګر يي له خپله کاره وختي چټي اوکړه،

"خېرشه فقيره ! نن ډېر په بيړه کې نه يي؟"

ما د فقير خټمار نه پوښتنه اوکړه.

" خان تپوس يي مه کوه، کارونه خو زمونږه د ټول عمر دي، خو د فرزانې سندرې خو کله کله وي"

"فرزانه! دا څوک ده؟"

" خان د کابل يوه پېغله سندر غاړې ده الله داسې غږ ورکړې چې سندرې وايي سم لکه په زړه ښخيږي، زه به يي درله د تماشې کېسټ راوړم"

ما چې د فرزانې کېسټ واورېده، يقينا چې په آواز کې يي عجيبه جادو وو.

زه خو پخپله په رېډيو پاکستان کې دخبرونو په څانګه کې ووم، خو د موسيقۍ په څانګه کې مې يو ډېر ښه ملګرې امين الله داؤدزی وو، هغه ته مې د فرزانې د جادوګر آواز قيصه اوکړه، هغه راله دستي د فرزانې په نوم چيټۍ ټاېپ کړه، چې بله ورځ دې د خپل غږ آډيشن له راشي.

ما چيټۍ فقير خټمار له ورکړه، چې فرزانې ته يي ورکړي.

فقير وېل نن په بخشي پل کې د فرزانې تماشه ده چيټۍ به هلته ورکړم.

بله ورځ مې د فقير نه تپوس اوکړو چې چيټۍ دې ورکړه نو څه يي وېل،

وېل خان فرزانه ډېره خوشحاله شوه، زما لاسونه يي ښکل کړل،

اتفاق ته ګوره چې هغه ماځيګر چې کله زه د رېډيو پاکستان پېښور دفتر ته ورننوتلم نو په ګېټ يوه ښکلې افغانۍ پېغله سره د يو مشر سړي ناسته وه، د ګېټ څوکېدارن ماته له احترامه ودرېدل، سلام يي راته اوکړو، دغه افغانۍ پېغله او ورسره راغلی سړی هم ودرېدل ، ماته يي سلام وکړو.

ماته د ګېټ څوکېدارانو ووېل د موسيقۍ پروډيوسر امين الله داودزي صېب ته ټيلي فون کوو خو ځواب نه راکوي دا ميلمانه ورسره ليدل غواړي.

ما وېل دا څوک دي؟

فرزانې راته وويل جې زما نوم فرزانه ده او دامې پلار دی، ماته امين الله داؤدزي صېب دا چيټۍ راستولې چې زما د غږ ازماېنه وکړي.

فرزانې ماته هم هغه چيټۍ ښکار ه کړه چې هم زما په وېنا امين الله داؤدزي صېب دې ته ليکلې وه او هم ما د فقير محمد خټمار په لاس ورلېګلې وه.

ما ورته اوېل زه آمين الله ته ويم، هغه به درپسې څوک راوليږي

آمين الله داؤدزي د فرزانې نه لومړۍ هم دغه سندره رېکارډ کړه چې وايي:

" ادکې مورې زما منګې اوزګار دی که نه دی

سړې چينې له زمه ماځيګر دی که نه دی"

د ريډيو پاکستان نه د فرزانې دغه سندره څه وه چې فرزانه يي د رېډيو او تيلي وژن په دنيا کې لکه دسپوږمۍ اوځللوله.

هغه ورځ شوه او نن ورځ ده، فرزانې د موسيقۍ په مېدان کې لوي نوم ګټلی خو په دې خبره نه شوه چې د ريډيو سره معارفي کولو په شا يي د چا لاس وو"

په دې هيله چې د ښاغلي مختارخليل صېب قصه مو خوښه شوي وي، د يوې بلې دغسې خوندورې قصې سره به بيا راځو،

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG