لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه سياستوال: د افغانستان سره دې هم د کرتارپور په څېرد تګ راتګ اسانتیاوې جوړې شي


پښتانه سياستوال وايي پاکستان چې د هند سره د کرتار پور پوله د تګ راتګ دپاره پرانسته دغه ډول اسانتياوې دې د افغانستان سره په پوله هم جوړې کړی شي.

پاکستان نن د خالي، شنبې په ورځ د سيکهـ مذهب منونکو دپاره د کرتار پور لاره پرانستې ده. د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د هند پخوانی وزیر اعظم من موهن سينګ د کرتار پور د لارې پرانستې له او د ګرونانک قبر ته ورغلي دي.

د کرتار پور پوله د پاکستان د پنجاب صوبې په ختيځ او د هند د پنجاب رياست د ګورداسپور د شمالي لویديځ په ختيځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرته علاقه ده.

پاکستان وايي د خواخوږۍ په بنياد يې د سيکهـ مذهب منونکو دپاره دا لار پرانسته او د پاکستان حکومت ويلي د سيکهـ مذهب منونکي د خپل روحاني مشر ګرونانک قبر له د کرتار پور په لار بې د ويزې راتګ کولی شي.

یو لور ته که په پاکستان او هند کې د کرتار پور د پولې پرانستل ستايل کيږي خو بل لور ته پښتنو سياستوالو د افغانستان سره په پوله هم د پښتنو دپاره د تګ راتګ د اسانتياؤ خبره کړې ده.

پښتون سياست وال فرحت الله بابر په ټویټر د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د يوې بهرنۍ رسنې سره د مرکې یوه برخه شریکه کړې چې پکې قرېشي ویلي د جرمني "د برلن د يوال نړېدل د يورپ مخ بدلولی شي کرتار پور هم د اسيا مخ بدلولی شي".

بابر په ټويټر ويلي،

"د پاکستان او هند ترمنځ اصل ديوال د دواړو هېوادونو د استبلشمنټ لخوا جوړ د کرکې ديوال دی چې دوی د خپلو ګټو دپاره جوړ کړی دی. دغه ديوال نړولو ته اړتيا لري. دغه رنګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ ديوال هم نړولو ته اړتيا لري".

بل پښتون سياستوال افراسياب خټک هم په ټويټر د شاه محمود قرېشي د بيان په تړاؤ ويلي،

"د بهرنيو چارو وزیر (شاه محمود قرېشي) د کرتار پور د لارې پرانستل د پاکستان او هندي پنجاب ترمنځ د برلن د ديوال غورځولو په نوم ياد کړي خو بل لور ته د ډېورنډ په کرښه پښتانه په بې رحمۍ سره په جنګله او ازغن تار وېشل شوي، حتی چې دا وېش د ډېورنډ په تړون کې د ورکړی شوي حق سرغړونه ده".

تابينده خان په ټویټر دوه عکسونه خپاره کړي او ورته یې ليکلي،

"د کرتار پور لاره پرانستل ښه قدم دی، خو دې دوه عکسونو ته وګورئ يو د کرتار پور د پرانستې دی او بل په بنو کې د بکاخېل د کډوالو د کېمپ. که يوه ډله د رياست د سټراټیجيکی اهدافو دپاره ګټوره پاتې نه شي هغه دې د کارول شوي څيز په څېر وغورځول شي".

د هند سره د کرتار پور پوله په داسې حال کې پرانستل شوې چې نن د خالي، شنبې په ورځ د هند سپريم کورټ د بابري جومات د قضيې فېصله اورولې او د لانجمنې ځمکې هندوانو ته ورکولو امر یې کړی او په بدل کې يې مسلمانانو ته د پينځه اېکړه ځمکې ورکولو لار ښوونه هم کړې ده.

پاکستان د هندي سريم کورټ دې فېصلې ته د کرکې فېصله ويلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG