لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین: پښتنو ځوانانو ته دې په امناک ماحول کې د تعلیم حق ورکړی شي


د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین ويلي پښتنو ځوانانو ته دې په خپلو سېمو کې په امناک ماحول کې د تعلیم او په ازاده توگه د تجارت موقعې ورکړی شي.

په کوټه کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د غورځنگ په انتظام د پښتنو د حقوقو دپاره شوي غونډې ته وینا کې ښاغلي پشتین وویل د بلوچستان پښتانه ځوانان تعلیم ترلاسه کولو دپاره پنجاب او نورو سیمو ته ځي ځکه چې په خپلو سیمو کې امن نشته.

ښاغلي پشتین غوښتنه وکړه چې د کوټې او چمن په لار چیک پوسټونه دې ختم کړی شي چې دا رنگ پښتانه په ازاده توگه تجارت وکولی شي.

هغه وویل د پښتنو ټولې مسلې به په اتحاد هواري وي که دغه پښتانه د قبایلي سیمو، بلوچستان او که د خېبر پښتونخوا دی.

د ښاغلي پشتین په مشرۍ کې د پښتونو ژغورنې غورځنگ کاروان د تیرو څو ورځو راهسې د بلوچستان په سفر دی او د صوبې د پښتنو په بیلا بیلو سیمو کې یې غونډې کړې دي.

د کوټې غونډه چې د صادق شهید فټ بال لوبغالي کې وشوه په گڼه شیمره کې خلکو گډون وکړو. په جلسه کې د بیلا بیلو سیاسي گوندونو استازو، د مختلفو یونیورسټو طالب علمانو، مېرمنو او د پښتنو د حقوقو فعالینو شرکت وکړو.

د پښتون ژغورنې غورځنگ د جمعې په ورځ د ډیره اسماعیل خان نه راروان شوی و.

د کوټې نه وړاندې په ژوب کې جلسې ته منظور پښتین وویل، چې د پښتنو له ټولو سیمو دي پوځي او ملېشه چیک پوسټونه یا ختم کړل شي یا دې لېویز ته وسپارل شي، ځکه چې پر دغو چیک پوسټونو پرله پسې د پښتنو بې عزتي کېږي:

"د خپل کاروبار او ډالرو په خاطر په دې ملک [پاکستان] کې د پښتنو وینه تویول کېږي، موږ د پاکستان د آیین لاندې غوښتنه کوو چې څوک دې غیرعدالتي مرګونه نه کوي، دوی یې ولې کوي؟ که د آیین خبره پخه وي نو سزا دې ورکړي"

د ژوب جلسې ته په وینا کې د پښتون ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسید وویل، په دې سیمه کې ټولې ترهګرې ډلې پاکستان جوړې کړې دي، خو په دې هېواد کې یې پښتانه د ترهګرو په نامه بدنامه کړي دي: "د پاکستان له جوړېدو تر ۲۰۰۲م کاله پورې یې په فلمونو، ډرامو او کتابونو کې ویل چې پښتون بېوقوف [ناپوه] دی، ترهګر تنظیمونه ده جوړ کړي وو، خو زما کمیس پرتوګ او زما د عزت دستار یې د ویرې علامتونه کړل او پښتانه یې ترهګر ونومول."

په جلسه کې د راو انوار د نیولو، د ترهګرۍ په ضد او د پوځي او ملېشه چیک پوسټونو د ختمولو شعارونه هم ورکړل شول او په وار وار د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین په ملاتړ نارې وهل کېدلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG