لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فعالانو د نیول کیدو او تښتول کیدو خلاف پښتون ژغورنې غورځنگ احتجاجونه اعلان کړل


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين

د فعالانو د نیول کیدو او تښتول کیدو خلاف پښتون ژغورنې غورځنگ احتجاجونه اعلان کړل

پښتون ژغورنې غورځنگ اعلان کړی دی چې د فعالانو د تښتول کیدو او نیول کیدو خلاف به د گل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان په ختلفو ښارونو د احتجاجونه کولی شي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ مطبوعاتو ته د خپل احتجاج په اعلان کې غورځنگ د حمایت غوښتنه وکړه. "راځئ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مټې قوي کړو."

مطبوعاتو ته خپل بیان کې غورځنگ په بېلا بېلو ښارونو کې د احتجاج وختونه او ځای وښودلو چې په دې ترتیب دي:

کوټه پرېس کلب: سحر۱۱ بجې

کراچۍ پرېس کلب: ماسپښين ۳ بجې

اسلام اباد پرېس کلب: ماسپښین ۳ بجې

ژوب: مازیګر ۵ بجې

پېښور پرېس کلب: ماسپښین ۲ بجې

سوات پرېس کلب: ماسپښین ۲ بجې

بنو: سحر ۱۱ بجې

ډي ائ خان: ماسښین ۳ بجې

قلعه سېف الله: مازدیګر ۴ بجې

حېدر اباد: سحر ۱۱ بجې

لاهور پرېس کلب: مازیګر ۴ بجې

زیارت مرکزي ښار: ماسپښین ۳ بجې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين وايي د پاکستان د آئین او قانون دلاندې د پښتنو حقونه غواړي او وايي "مونږ خو د پاکستان د ائين لاندې غوښتنې کوو ، مونږ د انسانيت په خاطر انصاف غواړو، مونږ د عدالت نه لرې وژل شوي يو، مونږ په چيک پوسټونو لږ عزت وغوښتو او دوي وايي چې د رياست خلاف خبرې مه کوئ".

پښتون ژغورنې غورځنگ د اپریل د میاشت په اتمه نیټه په پېښور کې د احتجاج اعلان کړی دی.

پشتين د اپرېل په اتمه نېټه په پېښور کې د اولسي غونډې کولو اعلان کړی او په کابل کې تيره شپه د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ پرلت باندې د شوې چاؤدنې غندنه يې کړې ده.

د فېس بک د لارې په خپلو خبرو کې نوموړوويل "مونږ ته ټیليفونونو کيږي ګواښونه راته راکولی کيږي چې د خپلې خبرې په شا شئ کنه په تاسو به د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې جوړې کړو تاسو به ستاسو د خپلو خلکو د لارې بدنامه کړو".

XS
SM
MD
LG