لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي د پښتون لاریون پلاوي ته د نقیب مسید د قاتلانو د نیولو ډاډ ورکړی


په اسلام اباد کې د "پښتون لاریون" مشرانو د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدلي او د پولیس مشر راو انوار په شمول یې د هغو کسانو د نیولو غوښتنه ځنې کړې، چې د نقیب مسید په وژنه کې لاس لري.

وزیراعظم عباسي ورغلیو پښتنو احتجاج کوونکو ته ډاډ ورکړی، چې حکومت به یې په خپل ټول توان سره د نقیب مسید قاتلین ونیسي.

وزیراعظم عباسي د اسلام اباد له پښتنو احتجاج کوونکو سره د لیدو په وخت اعلان کړی، چې حکومت به یې په وزیرستان کې د نقیب الله مسید په نامه کالج پرانیزي.

پښتون لاریون د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د اسلام اباد د پریس کلب مخې ته احتجاج پیل کړی، چې د خیبرپښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان په شمول د کراچۍ پښتانه هم پکې شامل دي.

دوی پینځه غوښتنې لري، چې په هغوی کې د نقیب مسید د قاتلینو نیول او سزا کول، د غیرعدالتي وژنو مخنیوی، د ورکو پښتنو موندل او عدالت ته وړاندې کول، وزیرستان کې د مځکنیو ماینونو ایستل او په قبایلي سیمو کې تر پېښو وروسته ګرځبندیز (کرفیو) نه لګول.

وزیراعظم ښاغلي خاقان عباسي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د قبایلي ولس ملاتړ او قربانۍ ستایلي او ویلي یې دي چې د وزیرستان د بې ځایه شوو کورنیو د نړېدلو کورونو د بیاودانۍ لپاره به ګړندۍ هڅې پیل کړي.

د پښتون لاریون مشرانو تر اوسه څه نه دي ویلي، چې د وزیراعظم عباسي خبرو څومره ډاډمن کړي او آیا د خپلو نورو غوښتنو په اړه هم ورته ډاډ ورکړل شوی که څنګه، خو په اسلام اباد کې احتجاجي لاریون د مخکې په شان دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG