لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شناختي کارډونو د بندیدو له امله پښتانه د مشکلاتو سره مخامخ دي


د پاکستان د داخله چارو د وزارت تر مخه په کال ۲۰۱۶ م کې په ملک کې ۱۷۵۰۰شناختي کارډونه بلاک يا بند کړی شوي دي.

په بلاک کړی شوو شناختي کارډنو کې زياتره د قبايلي علاقو او د خیبر پختونخوا د اوسيدونکو دي.

د کارډونو بندېدو لړۍ تر هغې وروستو تنده شوه کله چې افغان کډوالو ته بيرته خپل هیواد ته د ستندو وويل شو او د هغوي د جعلي شناختي کارډونو د نيولو پیښې مخې ته راتلل پیل شوې.

د قبايلي سيمې مومندايجنسۍ اوسیدونکی زاهد خان وايي د کورنۍ د ټولو غړو کارډونه يي د تیر يو کال راهسې بلاک دي او د بيا بيا تصديق باوجود هم نه فعاله کيږي.

"د خاندان د شپږو کسانو کارډونه مې بلاک دي زه خپله سکردو کې روزګار کوم خو چې کله په چیک پوسټو تيريږم د مشکل سره مخ يم او عسکري ځواکونه رانه د شناختي کارډ غوښتنه کوي کله رانه دا هم پوښتنه اوکړې چې مهاجر يي چې کارډ دې نه دی جوړو،" زاهد خان وايي.

د خیبر پښتونخوا او قبايلي سميو بيلا بيلو برخو کې د حکومت لخوا د بلاک کارډونو بيا پرانستلو د پاره کميټۍ جوړې کړې شوي دي چې پکې د امينتي ادارو غړي، ځايي مشران او انتظامي چارواکي موجود وي او د تصديق وروستو اړونده تن ته د شناختي کارډ جوړولو اجازه ورکړی کیږي.

د مومند ايجنسۍ نایب پوليټکل ايجنټ حميدالله وايي په ايجنسۍ کې موجود ټول بلاک کارډونه به تر۱۴م اګست پورې فعال کړي.

" چې د چا کارډونه بلاک وي مونږ ورته خبر اوکړو او هغوي راشي او کميټۍ د تصديق روستو خپل کارډ ترلاسه کړي."

چارواکي وايي د نوي کارډونو جوړولو عمل يي هم سخت کړی دی چې د جعلي شناختي کارډونو جوړيدو مخه ونيسي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG