لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رميز راجه: په برطانیه کې د شاهين شاه افریدي د علاج په اړه شخړه بې ځایه ده


شاهين شاه افریدي  ته تيره مياشت د سري لنکا په ضد سياليو کې په زنګون کې تکليف جوړ شوی او د هغې له امله بيا په ايشيا کپ سیاليو کې هم نه وو لوبېدلی
شاهين شاه افریدي  ته تيره مياشت د سري لنکا په ضد سياليو کې په زنګون کې تکليف جوړ شوی او د هغې له امله بيا په ايشيا کپ سیاليو کې هم نه وو لوبېدلی

د پاکستان د قومي کرکټ لوبډلې د ستوري بالر شاهین افریدي د علاج په سر تود بحث پېل شوی، د پاکستان د کرکټ ټیم پخواني کپتان شاهد افریدي ویلي، شاهين شاه ژوبل شوی وو او په خپلو پېسو د علاج دپاره انګلېنډ ته تللی خو د کرکټ بورډ چيرمېن رميز راجه ویلي دا څنګه کېدی شي چې شاهين شاه داسې پرېښودل.

رمیز راجه وویل د شاهین افریدي د علاج په حواله بې ځايه شخړه جوړه کړی شوې ده.

شاهد افریدي دوه ورځې وړاندې د پاکستان د شخصي ټي وي چېنل سما سره په خبرو کې د پاکستان د کرکټ بورډ نوم نه وو اخستی خو ويلي یې وو چې شاهين شاه چې ژوبل شو وو نو په خپلو پېسو انګلېنډ ته علاج له لاړلو او په خپله يې د ډاکټر سره رابطه کړې ده.

شاهين شاه افریدي ته تيره مياشت د سري لنکا په ضد سياليو کې په زنګون کې تکليف جوړ شوی او د هغې له امله بيا په ايشيا کپ سیاليو کې هم نه وو لوبېدلی.

د شاهد افریدي د دعوې وروسته په پاکستان کې په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو بحث شورو شوی او په پاکستان کرکټ بورډ نيوکې هم شوې وې چې خپل ستوری لوبغاړی يې داسې پرېښودی دی.

خو د پاکستان کرکټ پوډکاسټ په ټويټر اکاونټ چې يوه ويډیو خپره شوې پکې د [پېن فورم] لخوا د پاکستان کرکټ بورډ د چيرمېن رميز راجه سره خبرې شوي دي.

رمیز راجه ویلي، څنګه څوک داسې سوچ کولی شي چې شاهين شاه يواځې پرېښودی شوی دا بې ځايه شخړه جوړه کړی شوې ده.

هغه ويلي کله چې د رضوان طبعيت خراب شوی په ورلډ کې، چا د شپې او ورځې د هغه خدمت کړی وو او په ورلډ کپ کې يې لوبولی وو.

هغه زیاته کړې ده چې د شاهين شاه اپريد په حواله کېدی شي چې چرته په يو ځای څه داسې شوي چې هغه زر تلو د دوبۍ د لارې، کېدی شي هلته د ټکټ څه مسله شوي يا هلته تلی وي چرته چې پاتې کېدو هغه ځای يې نه وي خوښ شوی بل ځای ته تللی وي. کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو ډېر خيال ساتي.

بل لور ته پاکستان کرکټ بورډ ويلي، فخرزمان چې د ايشيا کپ په سيالو کې ورته په زنګون کې مسله جوړه شي لندن ته ځي او پاکستان کرکټ بورډ يې ټول انتظام کوي.

پاکستان کرکټ بورډ ويلي فخر زمان به د کرکټ بورډ د مشاورتي پېنل تر څارنې لاندې وي او هلته د شاهين شاه اپريدي علاج هم روان دی.
ويل شوي د شاهین شاه اپريدي صحت په ښه کېدو دی او د لوبغاړو د صحت زمه واري د کرکټ بورډ ده.

بلخوا دوه ورځې وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ د انګلېنډ په خلاف او اسټريليا کې کېدونکي ټي ټوينټي ورلډ کپ دپاره لوبډله اعلان کړې ده.

د انګلېڼد په ضد سیالۍ چې په 20م ستمبر په کراچۍ کې پېل کيږي فخرزمان او شاهين شاه افریدی په دغو سيالو کې نه دي شامل کړی شوي خو د اکتوبر په مياشت کې په اسټريليا کې کېدونکی ټي ټوينټي ورلډ کپ دپاره په لوبډله کې دواړه لوبغاړي شامل کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG