لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د تېزو بارانونو سره د سېلاب راتلو امکان څرګند کړی شوی


په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] د نن شپې څخه په صوبه کې د تېزو بارانونو د لړۍ پېل کېدو امکان څرګند کړی او ویلي يې دي تر د شورو/ چهارشنبې پورې به دا لړۍ روانه وي او د سېلابونو راتلو د خطرې هم شته.

پي ډي اېم اې ويلي د ګل/ دوشنبې د شپې څخه به تېز بارانونه، سيلۍ او ږلۍ، پړق پړوق لړۍ پېل شي او تر د شورو د ورځې پورې به روان وي او اړونده ادارو ته يې د چمتو والي دپاره اعلاميه خپره کړې ده.

په اعلاميه کې ویل شوي، د پاکستان د موسمياتي محکمې ورته خبر ورکړی چې نن د ګل د ورځې نه د ملک په برنو او منځنۍ برخو کې سخت باراني موسم جوړيږي.

پي ډي اېم اې د خېبرپښتونخوا په چترال، سوات، بونير، دير، شانګله، کوهستان، مانسهره، بټګرام، اېبټ اباد، هري پور، تورغر، صوابۍ، پېښور، نوښار، مردان، چارسده، باجوړ، خېبر، مومند، کرمه، کوهاټ، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعيل خان، جنوبي او شمالي وزیرستان کې د تېزو بارانونو او تېزۍ سيلۍ امکان څرګند کړی دی.

ادارې ویلي، د بارانونو په مهال د غرونو ښوېدو او پېښور، مردان او نوښار کې د سېلابونو راتلو خطره ده، سېلګري دې په موسم خبر کړی شي، او د ژغورنې ادارې چمتو کړی شي.

د پي ډي اېم اې ویاند تيمور علي وي او اې ته وويل، په خېبرپښتونخوا کې د تيرو دوه، درېو ورځو راهسې وخت په وخت د بارانونو سلسله روانه ده او پرون ورته د نورو بارانونو خبر ترلاسه شوی دی.

هغه وويل، ادارې تيارۍ نيولي او اړونده ادارو ته یې هم لارښوونه کړې ده. او په ولس يې غږ کړی که چرته هم چاته مسله جوړيږي په 1700 نمبر دې ټیليفون کوي د مسلې هوارولو هڅې به یې کولی شي.

دغه رنګ د افتونو په وخت مرکزي ادارې [اېن ډي اېم اې] هم ويلي، چې د نن څخه د شورو د ورځې پورې د بلوچستان صوبې په موساخېل، شيراني او ژوب ضلعو کې د تيز باران امکان دی، په بارکهان، کوهلو، ډېره بګټي، جعفر اباد او خضدار هم کې د باران امکان څرګند کړی شوی دی.

اسلام اباد او د پنجاب صوبې په نورو برخو کې هم د باران او سېلابونو امکان څرګند کړی شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG