لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوال وايي په ابايي سیمو کې یې کورونه وران دي چې ستانه شي کوم ځای به ژوند کوي


په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو له امله د سيمې نه نزدې یو لک رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې او د کال 2015م د مارچ د میاشتې راهسې د دغو کډوالو بيرته ستنېدو عمل پېل شوی کوم چې تراوسه روان دی چې پکې 18000 کورنۍ دا مهال د کډوالۍ ژوند تیروي
په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو له امله د سيمې نه نزدې یو لک رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې او د کال 2015م د مارچ د میاشتې راهسې د دغو کډوالو بيرته ستنېدو عمل پېل شوی کوم چې تراوسه روان دی چې پکې 18000 کورنۍ دا مهال د کډوالۍ ژوند تیروي

د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان ضلعې نه د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال کډوالې شوې کورنۍ بيرته ليږل کيږي، په صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وایي دا هغه کورنۍ دي چې د تېرو پړاوونو څخه پاتې شوي دي.

کډوال وایي په علاقه کې یې کورونه وران دي، دوی د استوګنې انتظام نه دی شوی نو که واپس لیږل کیږي چرته به ځي؟

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ وایي د واپسۍ دغه عمل د څلورمې فرورۍ نه پېل کیږي او تر 10م نېټه به دوام لري او په دې پړاو کې به هغه کورنۍ بيرته ستنيږي، کومې چې په تېرو پړاوونو کې د بيرته تلو څخه پاتې شوي دي.

هغه وويل چې د ضرب عضب عملیاتو وروسته د شمالي وزيرستان 100 سیمې پاکې ګرځول شوي او دغو سیمو ته د کډوالو بیرته د ستنېدو عمل پای ته رسېدلی خو د پاتې شوو خلکو دپاره د دې پړاو خصوصي تابيا شوې ده.

هغه زياته کړه کومې کورنۍ چې د واپسۍ په تیرو پړاوونو کې پاتې شوي هغوي دې خپله واپسي يقيني کړي او په بنو کې دې د کډوالو دپاره جوړ بکا خېل کېمپ کې د دوی د واپسۍ انتظام نیول شوی او د هلته اندراج کولو وروسته به خپلوعلاقو ته لېږلی شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل د واپسۍ پرمهال به دوی ته ټول د کډوالو ټول مراعات چې پکې هرې کورنۍ ته 35000 روپۍ د ټرانسپورټ، خوراکي توکي او د ضرورت نور سامان ورکولی شي.

احسان داوړ وويل که د دې پړاو نه څوک پاتې شو هغوي به بيا کډوال نه شمارل کيږي او نه به ورسره د کډوالوسره کېدونکې مرستې کيږي.

هغه وويل نزدې 3000 نه زیاتې کورنۍ د دغو علاقو پاتې دي او د دوی تعلق د شمالي وزيرستان شوا، سپین وام، میر علي، میرانشاه، دوسلي، ګړیوم او رزمک تحصیلونو د بېلابيلو علاقو سره دی.

په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو له امله د سيمې نه نزدې یو لک رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې او د کال 2015م د مارچ د میاشتې راهسې د دغو کډوالو بيرته ستنېدو عمل پېل شوی کوم چې تراوسه روان دی چې پکې 18000 کورنۍ دا مهال د کډوالۍ ژوند تیروي.

خو د دغو سیمو اوسیدونکي وایي د ضرب عضب علیاتو پرمهال د دوی کورونه وران کړل شوي او په ځای یې سرکاري ودانۍ جوړې کړل شوي دي.

د میرانشاه ظفر ټاون سیمې یو اوسېدونکی عبدالستار وایي دوی د ضرب عضب عملیاتو نه بې کوره شوي او تر دې مهاله بنو سیمه کې د کډوالۍ ژوند په تیرولو مجبور دي.

هغه وایي په علاقه کې د دوی په سلګونو شمیره دوکانه، مارکیټونه او کورونه په بیلډوزرو هوار کړل شوي او په هغه ځای سړکونه، پارکونه او سرکاري ودانۍ جوړې کړل شوې دي.

هغه وویل دوی ته ویل کیږي چې علاقه پاکه کړل شوې تاسو خپلو سیمو ته لاړ شئ، او زیاته یې کړه چې کورونه یې نشته دوی به چرته ځي؟

وي او ای ډیوه ته هغه وویل د کډوالۍ ژوند ستړي کړي ځکه نور ورته دې دبېرته ستنولو سره په سیمه کې د کورونو انتظام برابر کړل شي چې په خپله سیمه کې د ارام ژوند تیر کړي

دته خېل سیمې سره تړاو لرونکي فتح الله وویل علاقه یې اوس د ناامني سره مخ ده او هیڅ بنیادي اسانتیا نه لري.

هغه وویل دوی ته وویل شوي که واپسي نه کوی دا میاشتنۍ مرستې مو تړل کیږي هغه وویل په علاقه کې دې دوی د صحت او د ماشوامانو تعلیم اسانتیا برابرلو سره د امنیت ټینګ کړل شي

احسان داوړ وایي دا شکایتونه دوی(ادارې) ته ترلاسه شوي خو دوی ادارې ته حکومتونو چې کومه لارښونه وکړي هغه عملي کوي.

وي او ای ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

یو حکومتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دا خصوصي موقع ورکړل شوې چې کله دا کډوالې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي د دوی د کورونو جاج اخستو ورستو مرستې ورکړل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG